د پکتیا وکیلان او حکومتي چارواکي لا هم د زرمت په پیښه چوپ دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۳)

په داسې حال کې چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کې د ولسي خلکو د ټولوژنې له بوږنونکې پیښې ۴۸ ساعتونه تیریږي، د پکتیا ځایي چارواکو، ارګ او د کورنیو او دفاع وزارتونو په دې تړاو مرموزه چوپتیا ښوودلې.

دغه راز په ولسي او مشرانو جرګه کې د دې ولایت وکیلانو هم د دې غمیزې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

سیمیز قومي مشران وایي؛ امریکايي ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا پر ولسي اهدافو چې د طالبانو هیڅ نظامي خوځښت یې پر وړاندې نه و ، یو کور په بشپړ ډول بمبار کړی او د دریو ماشومانو، ۳ مېرمنو او ۵ سړيو په ګډون د يوې کورنۍ يوولس غړي ووژل.
سیمیز خلک وایي، د پیښې قربانیانو ته پر ورغلو کلیوالو دوهم ځلي بمبار شوی چې له امله یې ۲۰ تنه نور کلیوال هم وژل شوي.
سیمیز قومي مشران د وژل شویو ولسي خلکو شمیر ۴۵ تنه ښیي او زیاتوي چې د پیښې په تړاو د دفاع وزارت یو اړخیز او بې اساسه راپور چې د وسلوالو د مرګ ژوبلې بې اساسه ادعا یې کړې وه، غوسه کړي.

د زرمت خلک وایي، دا چې ولسمشر او نور چارواکي لا هم د زرمت پر پیښه چوپ دي، د خواشینۍ خبره ده.
دوی زیاتوي، په دې بمباریو کې یواځې ۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي چې هغه هم له کلیو لرې په نښه شوي.

د یادونې وړ ده چې افغان ځواکونو د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ کې هم ملکیانو ته تلفات اړولي او تر څنګ یې په ننګرهار او خوست کې هم ورته کړنې تر سره کړې، خو د ملي یووالي حکومت یې په اړه د غندنې یا خواشینۍ هیڅ پیغام نه دی خپور کړی.
باید وویل شي چې د زرمت او ننګرهار پیښې پخواني ولسمشر کرزي په سختو ټکو غندلې او د قاتلینو د مجازات غوښتنه یې هم کړې.
شنونکي وایي، دا عملیات په ننګرهار خوست او پکتیا کې د صفر یک قطعې او کمپاین ځواکونو د امریکا په ځمکنۍ او هوایي ملاتړ تر سره کړي او ولسمشر له امریکایانو سره د شوي امنیتي تړون ترمخه هیڅ حق نه لري چې هغه جرایم تقبیح یا وغندي چې امریکایانو تر سره کړي وي.

د شوي امنیتي تړون یوماده په صراحت سره وایي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې قضایي مصؤنیت لري، افغان چارواکي دا حق نه لري چې هغوی تر قانوني پوښښ لاندې ونیسي یا یې هم لږ تر لږه جنایي کړنې وغندي.
تر دې وړاندې په ځلونو امنیتي پوستې او نور ولسي میشت ځایونه په ګڼو ولایاتو کې بمبار شوې خو ولسمشر یې پر وړاندې هیڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close