د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې اوس هم جګړه په تېزۍ سره روانه ده

کابل ټکی کام  ۱۹وږی/۱۳۹۴

راپور: محمد فیصل روښان

د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي چارواکو ترمنځ  اوس هم  جګړه په شدت سره روانه ده.

درې ورځې وړاندې طالبانو د پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ مقبولو سيمه باندي هم مهاله بریدونه کړي وو، چې په پایله کې د یوې قرارګا په ګډون ۷ پوستې له حکومتي عسکرو څخه نیولې وې، ۱۱ تنه عسکر یې وژلي وو، او یو شمير ټپیان وو،  نور يي  ژوندي نیولي وو او د طالبان لاس ته ګڼ شمېر  وسایل هم لاسته ورغلي وو.

تېره ورځ حکومتي قواو د یادې ولسوالۍ  په مقبولو او نور مختلفو سیمو پراخ تعرضي بریدونه کړي وو، غوښتل يي چې له لاسه وتلې سیمې بیرته لاس ته راوړي،  د دوی په وینا تراوسه نه دي توانېدلي.

د ختيځ زون ۴۰۲ سرحدي قمندان «عبدالبصیر خپلواک» رسنيو ته ويلي چې جګړه په شدت سره روانه ده چې اټکل شوې وه جګړه به پای ته رسوو، نه یو توانېدلي او لازم امکانات او مرستې هم نه دي رارسېدلي.

خپلواک زياتوي، چې په دې جګړه کې دواړو خواوو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي.

له بلې خوا  طالبانو رسنيو ته په استولي پيغام کې څرګنده کړې، چې په جګړه کې دوی يوه لويه قرارګاه نیولې، او ۷  امنیتي پوستې یې په بشپړه توګه اوس هم په لاس کي دي، او په زياته اندازه مهمات لاسته ورغلي او په ډېر شمېر کې سرحدي پوليس يې هم وژلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close