د پکتیکا مشهور قوماندان په کابل کې ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۷)

د پکتیکا ولایت پخوانی مشهور قوماندان عزیزالله کاروان په پلازمینه کابل کې وژل شوی.
سرچینې وایي، نوموړی نن ماښام د کابل په مکروریانو سیمه کې په نښه او وژل شوی دی .
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي“د صفریک قطعې قومندان او مشهور امریکايي جاسوس عزیزالله کاروان نن ماښام ۸ بجې د کابل د مکروریانو په سیمه کې ووژل شو“
د کورنیو چارو وزارت د قوماندان عزیزالله د وژل کیدو تائید کړی دی
نوموړی په پکتیکا کې د امریکایي ځواکونو نږدې همکار پاتې شوی او د اورګون د کمپاین او یو شمیر نورو کمپاینونو د قوماندان ، د سیمیزو پولیسو د مشر او د ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه دندې ترسره کړې .

پر عزیزالله کاروان څو ځله د طالبانو له خوا حملې شوې چې نوموړی په څو حملو کې سخت ټپي شوی هم دی.

باید وویل شي، چې طالبانو له وړاندې ویلي چې دوی به د سږکال په عملیاتو کې د مقابل لوري مهمې هستې په نښه کړي او پر امریکایي ځواکونو، د هغوی پر نږدې افغان قوماندانانو او استخباراتي اداراتو یې د لویو او مرموزو بریدونو ګواښ کړی.

نوموړي څه موده وړاندې پژواک خبري اژانس ته ویلي و، چې په تېرو ١٦ کلونو کې ورباندې ٣٨ ځلې ور باندې مرګونې حملې شوې، په دې موده کې ١٣ ځلې سخت ټپي شوى چې بيا په کابل کې تر درملنې وروسته یې بېرته خپله دنده پيل کړې ده.

هغه ويلي وو، چې په تېرو ١٦ کلونو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې یې شپږ سوه ملګري وژل شوي او له زرو ډېر ملګري يې ټپيان شوي دي.
نوموړی په پکتیکا د امریکایي ځواکونو نږدې کس او دمختلفو کمپاینونو مشر پاتې شوی .
هغه اوسمهال د صفر یک قطعې د قوماندان په توګه دنده سرته رسوله چې نن ماښام ۸ بجې د کابل د ۳مکروریانو په فردوسي پارک کې د ناڅرګنده وسلوالو له خوا په نښه او ووژل شو.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close