د پکتیکا په وازه خوا کې وسله والو طالبانو د ملي امنیت دوه پوستې ونیولې

کابل ټکی کام ۱۳سنبله/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د پکتیکا له وازې خوا څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې پرون ماسپښین دوه بجې وسله والو طالبانو د ملي امینت دوه پوستې تر برید لاندې ونیولې.

خبر وایې چې د برید په پایله کې د ملي امنیت دواړه پوستې د وسله والو طالبانو لاسته ولوېدې، او د ملي امنیت سرتیري د یو څه مقاومت وروسته وتښتېدل.

او په یادو دوو پوستو کې د ملي امنیت یو ټانګ او یو رینجر تخریب شوي وو، او نور  ګڼ شمېر مهمات وسله والو طالبانو ته لاسته ورغلي دي.

ځایي خلک وایي چې وسله والو طالبانو د ملي امنیت نورې پوستې هم تر برید لاندې نیولي، خو لا تراوسه د برید پایلې نه دي ښودل شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close