د پکتیکا چارواکي: لرې نده چې د وازې خوا ولسوالۍ هم سقوط شي

کابل ټکی کام ۱۴عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
د پکتیا ولایت د وزاې خوا ولسوالۍ قومي مشر او پخوانۍ ولسوال ښاغلی عبدالحی افغان رسنیو ته ویلي دي چې له تېرو لسو ورځو څخه طالب جنګیالیو دغه ولسوالۍ کلابنده کړې او تر سختو بریدونو لاندې یې نیولې ده.
عبدالحي افغان رسنیو ته وویل چې د وازې خوا په کلیو کې د پولیسو پوستې او کورونه د طالب جنګیالیو د جګړې له کبله خالي شوي او ځانونه یې تر ولسوالۍ پورې رسولي دي.
د ده له قوله چې د دغې ولسوالۍ اووه لوی کلي د طالب جنګیالیو لاسته لوېدلي دي.
عبدالحی افغان زیاتوي چې په دغه جګړه کې پاکستاني طالبان هم ګډون لري، د ده له قوله چې ۷ ټیوټا موټر چې په باډیو کې یې دهشکې، هاوانونه او نوره درنه وسله نصب کړې او پر دولتي تأسیساتو او پوستو باندې بریدونه کوي.
د پکتیا د ولایتي شوراء مشر ښاغلی افسر خان سلیمانخېل هم دغه جګړه تأییدوي او پرې سخته اندېښنه ښیي، او له مرکزي دولت څخه یې د پوره پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې په استول شوي خبر کې ویلي دي چې د دوی جنګیالیو د پکتیا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ میهمند کلا سیمه ټوله نیولې ده.ش

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close