د پکتیکا ګومل کې د امریکایي الوتکو بمبار، ۱۳ طالبان وژلي

کابل ټکی کام ۲۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
درې ورځې وړاندې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ جګړه ونښته، چې داعشیان پکې وځپل شول، او طالبانو د څو قومندانانو په شمول ګڼ شمېر داعشیان ووژل.
د پوهانو او سیاستوالو له نظره چې داعش ډله د امریکا له خوا حمایه کیږي، نو یو دلیل یې دا هم ګڼلی شو، چې نن یې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ د جګړې پر مهال په داعشیانو نه، بلکې پر طالبانو بمبار و کړ، چې په نتیجه کې یې ۱۳ طالبان ووژل شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم مونږ ته په یوه را لېږلي پیغام کې منلې ده، او ویلي یې دي چې په دې جګړه کې د داعشیانو مشر عبیدالله هنر هم وژل شوی دی، او ډېری سیمې د دوی د جنګیالیو تر ولکې لاندې راغلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close