د پیدایښت حقیقت ـ د ډاروین د نظریې رد 

ژباړن: دادمحمد ناوک

موجودات، ژوند او په تېر بیا په ژوندیو موجوداتو کې انسان بېلابېل اړخونه لري، چې د مختلفو علومو بنسټونه هم جوړوي؛ که یواځې انسان په نظر کې ونیسو، نو مورفولوژي ( شکل پېژندنه، فزیولوژي (د غړیو د دندو پوهه)، پسیکولوژوي ( ارواپوهنه)، سو سیالوژي (ټولنپوهنه)، طب، ماشوم پوهنه او نور علوم پرې راڅرخي. پر دې ټولو علومو کې موضوعګانې معلومې دي او هر علم خپل متخصصین لري. مګر د ټولو کایناتو یا هم ټول انسان متخصص نشته. نو ځکه خو هغه ستونزې چې له ژوندیو موجوداتو یا هم له انسانه راپیدا کېږي د دې تخصصي علومو پر اساس يې حل کول امکان نه لري او همدارنګه په دې علومو کې وروستۍ خبره یا نهايي پرېکړه هم ممکنه نه ده. ځکه خو یواځې د انسان د درک او پرې پوهېدو لپاره اړینه ده چې یوه داسې ټولیزه شعوري بشري تکنالوژي پیدا کړو چې د معلوماتو پراساس يې هرڅه تشریح کړای شو او عمومي فکرونه وزېږوي. همدارنګه داسې مجهزو مرکزونو ته اړتیا ده چې خپله زمانه له ټولو وارداتو سره ومني.

فکر کوم وروسته به په دې موضوع کې ډېر کتابونه ولیکل شي، بېلابېل نظریات به وړاندې شي او یو علمي مرکز به يې تقویه هم کړي. هغه وخت به بیا یوه ډله علماء د موجوداتو تاریخچه له سره ولیکي، هرشی په تېره بیا انسان به له سره کشف کړي او د هغه په ماهیت کې شته حقایق به را بربنډ کړي او د علومو د اساساتو اړوند به لا روڼه اصول را وړاندې کړي. پر دې سربېره ویلای شو چې په عصري لابرتوارو کې د ژوندیو موجوداتو د پېژندنې اړوند داسې څه ترسره کېږي چې تر اوسه دې حالت ته نه و رسيدلي. ماده، مالیکول او د بدن حجرې هر اړخیزه مشاهده شوې دي، د مایعاتو او حجرو تر ټولو واړه شکلونه د (X) وړانګې پر مټ د لیدلو وړ شوې دي. په ځینو عصري تحقیقي مرکزونو کې په ډېره لوړه سویه، د مادي جوړښتونو، او انزایمونو دندې ـ چې پروتین سره بېلوي ـ تر یو څه اندازې معلوم شوي دي.

پر پورته لاسته راوړنو سربېره، له تنظیماتي دورې وروسته په ترکیه کې سړی په ډېره سخته ویلای شي، چې په علمي ناستو او تحقیقاتي مرکزونو کې ګواکې ډېر پرمختګونه شوي دي. اوسنی وخت چې د تحقیق، نویوالي او ځیرکتیا پرځای ړندې پېښې رواج شوې دي او د علمي افکارو پر ځای تشو شکلونو ته ارزښت ورکول کېږي، د راتلونکو لپاره به ډېر د افسوس وړ وي. ځکه چې په دې دوره کې موجودات په غیر منظم ډول او ګډوډۍ کې معرفي شوي دي، شیان يې خاورې خځلې ګڼلې چې کله يې باد هغسې کله يې دغسې وړي، موجودات داسې ګوله ګڼل شوې چې د «طبیعي انتخاب» په بې انصافو غاښو کې ژودول کېږي او انسان هم یو داسې تماشه چي معرفي شوی چې د مرګ په خوله کې ناست دی. په داسې حال کې چې که له بلې بېلې زاويې ورته وګورو نو دا واقعیت را ته پکې له لرې ښکاري چې اصلاً د موجوداتو په ټولو ذرو کې یوډول همکاري، همغږي او نظم ښکاري. «هرڅه د یو هدف لپاره پلان کړای شوي دي»، او هرڅه دومره روښانه دی چې عقل ورته حیرانېږي.

نه غواړم چې نننۍ ځینې کږې زاويې او د دوی د کږوالي علتونه وڅېړم، مګر پر ځینو مسایلو ټینګښت به ګټور وي. یو ځل په یوه وخت کې زموږ لابراتوارونه و تحقیقاتي مرکزونو د داسې تنګ نظریو په لاس کې شول چې تل به په «څرنګه؟» پسې ګرځېدل او کله يې هم د «ولې؟» پلټنه ونه کړه. په یو داسې تعلیمي سیستم کې چې نه په «څرنګه؟» پسې ګرځي او نه هم د «ولې؟» په کیسه کې دي، تراوسه مو څو مفکرین ټولنې ته وړاندې کړي دي؟ ایا تر اوسه مو داسې مفکرین ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د غربي مفکرینو تېروتنې رامیدان ته کړي؟ مثلاً د ډارونیزم تېروتنې، منفي اړخونه او نیمګړتیاوې راته په پوره زړورتیا په ګوته کړي؟ ایا داسې مفکرین مو روزلي چې د انسان د «اشرف المخلوقات» ادعا يې نوې رامنځ ته کړې وي او د ډارونیزم مفکوره يې دهغوی د امثالو په څېر تر څېړنې لاندې نیولې وي؟ مثلاً پر دې وغږېدو چې انسان پر غړیو لکه، لاس، سترګه، غوږ، پوزه… پر سیستمونو لکه، اطراحي، هضمي، تنفسي… پر حواسو لکه، اورېدل، لیدل، بویول… سربېره له موجوداتو آن د شیانو تر پردې شاته هم اړیکي لري او انسان يې د هغه په رښتیني چوکاټ کې وڅېړه؟

نه یواځې دا چې پورته تورې مو ونه کړې، بلکې علم په ځانګړې توګه د دین په مقابل کې د یو بوت حیثیت غوره کړ او د ایډیالوژیو قرباني شو، په نولسمه پېړۍ کې د پوزیتویزم حتی د ماټریالیزیم له چوکاټه ونشو وتی. له بده مرغه د دې په پایله کې بېولوژې یوخیال ګڼل کېږي چې په فرضیو غږېږي

بې له شکه د داسې خیالي فرضیو په سر کې د تکامل یا بشپړېدو فرضیه هم شامله ده. که څه هم زما غوندې د بل مسلک درلودونکي دا کار نه دی چې په دغه فرضیه وغږېږي، خو مجبور یم چې د حقایقو اړوند خپلې خبرې روانې وساتم. کنه لازمه خو داده چې د تکامل پر خیالي فرضیې باید د هېواد او آن نړۍ په سطحه، د جنین پوهنې، فوسیل پوهنې او الهیاتو علومو عالمان سره راټول اود مالوماتي کنفرانسونو له لارې دغه فرضیه په مسلکي او مدلله توګه وڅېړي، ځکه چې ځینو ته دغه فرضیه په اوس وخت کې یوه داسې علمي او دګمايي ـ بې دلیله عقیدوي ـ موضوع ښکاري، چې آن پرې بحث کول هم ورته ګناه ښکاري.

پاتې شته….

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close