د پیپسي قُطۍ د غورځولو وخت راورسید؟

ډاکټر یوسف اکبری

امریکایانو چی کله پر افغانستان یرغل وکړ نو ډیری د شر او فساد کرکټرونه چی طالبانو په خپل غښتلو مټو مهار کړی وو او د موږکان په څیر یې د پنجشییر او کولاب په سوړو ننویستي وو امریکایانو یو ځل بیا بیرته له سوړو رابهر او د ملت په وړاندې یې ترې زمریان جوړ کړل، هر ډول امکانات یی په لاس ورکړل او یو ځل بیا یی په دی مظلوم ملت حاکمان وګرځول.
اوس یې چې ولیدل چی د دغه ډولو اشخاصو موخه یواځی او یواځې د خپلو جیبونو ډکول دی او د خلکو پر حقونو خیټه اچول دی او د مظلوم ملت ویني زبیښل دی او برسیره پر دی په ځمکه کې د شر او فساد خپرول دي او بالآخره نن په خپله د امریکا په لاس جوړ شوی حکومت په وړاندې خنډ دی او د امریکا تالي څټو ته سرخوږی جوړیږي نو اوس یی له امریکا هم لاره ورکه کړی چی له داسی خلکو سره څه وکړي؟
د شر او فساد کړۍ چی طالبانو یې پر ختمولو بی شمیره سرښندنې ورکړی وې او جابرې او کبرجنې امریکا بیرته راوټوکول، او اوس ترې تر پوزې راغلي اوس له هرې حربې کار اخلي او هڅه کوي څو د شر او فساد دغه ډله وټکوي او د تل لپاره یې له مینځه یوسي. د شر او فساد ډله تل هڅه کوي څو د جهاد او دین تر پوښښ لاندی د ملت په غیږي کې ځان خوندی کړی او د پردې تر شا د ملت ربړولو او خوار زار کولو لپاره شپه او ورځ کار وکړی، له یوې خوا ځانونه د امریکا دوستان ښکاره کوي او خپل دوهم مخ د اسلام مدافع دین ښیئ، حال دا چی دا خلک د دین په درد خوري او نه هم د امریکا په درد، د عطا محمد نور هغه خبره ډیره پر ځای ده چې ویلی وو چی امریکا له مونږ څخه د پیپسی د قوطۍ په څیر کار واخیست او غواړی اوس مو وغورځوی، دا بیخی پر ځای خبره ده چی امریکا دا ډله د اسلام په نوم د اسلام پر وړاندې استعمال کړه او اوس چې نوره اړتیا ورته نه لري نو غواړی د تل لپاره یې د پنا قبر ته ورکوزه کړي.
دا چی امریکا هم په نړۍ کې د شر او فساد خپرولو یوه مسلکي اداره ده نو ځکه یې عطا محمد نور او جمعیت ډله هم د شر او فساد لپاره استعمال کړه او دا چې اوس امریکا خپل اصلي لاسپوڅي قدرت ته رسولي نه غواړی دغه ناسکه غلامان په قدرت کې پاتی شي نو ځکه یې د له مینځه وړلو لپاره مټې رانغښتي دي. نو ځکه ویلای شو چې اوس د پیپسۍ قطۍ د ختمولو وخت راورسید.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close