د ځمکو سروې اداره: په دېرش ولايتونو کې ۱،۶ ميليون جريبه ځمکه غصب شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)

له تيرې شپيتمې ميلادي لسيزې راوروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ځمکو سروې ترسره کېږي خو د ځمکو د سروې اداره وايي، د هېواد په دېرش ولايتونو کې ۱،۶ ميليون جريبه دولتي ځمکه د زورواکانو له خوا غصب شوې ده.

د افغانستان د ځمکو ادارې  وياند حشمت الله ناصري وايي، د ځمکو ادارې د سروې له مخې دا مهال (یو اعشاريه شپږ ميليون) جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د ناصري په وينا، نورستان، دایکندي، کونړ او پنجشير هغه ولايتونه دي چې ځمکې پکې نه دي غصب شوي او تر ټولو زياتې ځمکې بيا په کابل، بلخ، هرات او کندهار ولايتونو زورواکو غصب کړې په خبره يې يواځې په کابل کې دا مهال ۸۵۰۰۰جريبه دولتي ځمکه تر غصب لاندې ده.

حشمت الله ناصري وايي، په تيرو څلورو کلونو کې تر نږدې ۵۰۰۰۰۰جریبه ځکه له غاصبينو راګرځول شوې او د ۱۸۸۲۳ غصب کوونکو نومونه عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوی، هيله ده چې د ځمکو په خلاصولو کې يادې ادارې همکاري وکړي.

د ځمکو اداره وايي، په اته ويشت ولايتونو کې (دوه ميليونه، يوسل اته څلوېښت زره، شپږ سوه شپيته) جريبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه مليکتونه سروې او په سستم کې ثبت شوي دي زياتوي چې يواځې په شپږ ولايتونو (کونړ، نورستان، پنجشير، بدخشان، روزګان او فراه) کې سروې نه ده ترسره شوې.

په افغانستان کې تر دې مخکې هم د ميليونونه جريبه ځمکو د غصب راپورونه ورکول شوي چې د ځينو ادارو د راپورونو له مخې، د ځمکو زیاتره غاصبین د ولسي جرګې غړي، قومي مشران، حکومتي چارواکي او زورواکان دي.

که څه هم ملي يووالي حکومت تر ډيره په خپلو شعارونو کې ويل چې له غاصبینو به ځمکې خلاصې کړي خو تازه ويل شوي چې د غصب او غاصبانو پرضد د کلک چلند د نشتوالي له کبله آن په کابل کې هم ۸۵۰۰۰جريبه دولتي ځمکه لا هم تر غصب لاندې ده.

څه موده مخکې د بګراميو په ګوسفندرې کلي کې پوليسو د خلکو کورونه وران کړل او پر اعتراض کوونکو يې ډزې وکړې، له هغې مخکې پکتيا او لغمان کې هم د پوليسو له لوري په دې موخه په اعتراض کوونکو ډزې شوې وې چې په وينا يې دولتي ځمکې يې غصب کړي دي.

خو په افغانستان کې پر قانون پليو کوونکو بنسټونو دا نيوکې کېږي چې زورواکان د قانون منګولو ته نشي سپارلی او زور يې پر کمزورو بر دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close