د ځمکې پرسر دوزخ اود اسلامي نړۍ بې غوري

تبصره

د تیر کال په څیر یوځل بیا د میانماریا برما وحشي پوځیانو د روهنګیا د مسلما نانو د کورونو په سوزولو او دهغوی په وژلو لاس پورې کړ.

تیرکال چې په میانمار کې د مسلمانانو کوم قتل عام وشو او هم ژوندي په اورکې وسوزول شول، اسلامي نړۍ پرې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړل، چې په پایله کې د اسلامي نړۍ په بې غورۍ او سترګو پټولو دادی یوځل بیا د میانمار په روهنګیا کې مسلمانان د دولتي عسکرو له وحشته خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي.

په بیت المقدس کې چې د فلسطیني مجاهدینو لخوا یو اسرائیلي پوځي ووژل شي امریکا، اسرايیل او ورسره ټوله کفري نړۍ د مسلمانانو پرخلاف د ترهګرۍ او نورو نومونو په یادولو پیل وکړي؛ خو چې په فلسطین غزه او روهنګیا په راخین ولایت کې مسلمانان ژوندي په اور کې سوزول کیږي اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه عرب لیګ او هم (او، آي، سي) پرې سترګې پټې کړي، عکس العمل خو لویه خبره ده. په نړیواله کچه یو اسلامي هیواد هم د روهنګیا د مسلمانانو په مرګونو او ژوندي په اور کې سوزولو خپل غږ نه پورته کوي.

د روهنګیا په مسلمانانو چې د میانمار یا برما  وحشي پوځونو کوم وحشت پیل کړی هغه یواځې او یواځې د اسرائیلو په پوځونو کې لیدل کیږي، چې فلسطیني مسلمانان په بې رحمۍ سره شهیدانوی، نور د نړۍ پر مخ د روهنګیا د مسلمانانو په څیر په بل چا داډول وحشت نه دی شوی.

بنګله دیش ته  چې د روهنګیا یوشمیر مسلمانانو د برمایي وحشته ځانونه ژغورلي رسنیوته ېې ویلي: موږ په دې دنیا دوزخ ولید چې برمایی پوځونو زموږ په ځمکه جوړکړ.

په روهنګیاکې برمایي چارواکو خپلو وحشي پوځیانو ته امر کړی، چې په راخین ولایت کې میشت مسلمانان ووژنئ او کورنه ېې وسوزوئ. که اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه عربي هیوادونو د نورو اسلامي هیوادونو سره په ملتیا د روهنګیا د مسلمانانو په ملاتړ یو غږ پورته کړی وای نن ورځ به روهنګیایي مسلمانان په دې دنیا په دوزخ کې نه سوزیدل.

د برما پوځ په راخین ولایت کې تیرکال مسلمانان ژوندي په اورکې وسوزول، هغو مسلمانانو تیرکال هم په دې دنیادوزخ لیدلی و، دا دې اوس د هغو پاتې مسلمانان یو ځل بیا په دې دنیا دوزخ کې سوزول کیږي.

په روهنګیا کې چې د مسلمانانو ۴۳۰ کورونه وسوزول شول د بشر د حقوقو اداره او اسلامی نړۍ پرې ولې چوپ ده؟

که د بشر د حقوقو اداره پرې چوپ ده هغه خو د اسلامي هیواد اداره نه ده او بله داچې ددې ادارې ټول واک او اختیار د امریکا په لاس کې دی.

په دې اسلامي هیوادونو څه شوي دي، چې د روهنګیا مسلمانان په دې دنیا دوزخ کې سوزول کیږي او دوی ترې ځانونه  نه خبروي.

افسوس د روهنګیا د مسلمانانو په حالت چې په دې دنیا یې دوزخ ولید او افسوس د اسلامی نړۍ په بې غورۍ.

نن ورځ چې د روهنګیا پر مسلمانانو خپله ځمکه دوزخ شوه، که د اسلامی نړۍ همدا حال وي په ټولو اسلامي هیوادونو به خدای مکړه خپله خپله ځمکه دوزخ شي چې بیابه هیڅ نه شي کولای.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close