د ځنګلونو د وهوونکو او لرګیو قاچاق کوونکو د محاکمې غوښتنه وشوه 

عزیر اسدخیل

د ځنګلونو د وهلو او د لرګيو د قاچاق په اړه د ختيزې سيمې د مدني بنسټونو
د اعتراضيه غونډې پرېکړه ليک

موږ د ختيزې سيمې د مدني بنسټونو مسوولين او فعالين په هېواد او په ځانګړې توګه کونړ کې د ځنګلونو د بې رحمانه وهلو او د لرګيو د قاچاق د مخنيوي په اړه د دولت د جدي اقداماتو هيله کوو او پدې توګه ددې اعتراضيه غونډې له لارې خپل پرېکړه ليک صادروو:
11) د اساسي قانون د پنځلسمې مادې پر بنسټ، چې د دولت د ځنګلونو او عامه شتمنيو پر ساتنه مکلفوي، غواړو چې دولت د خپلو پراخو او جدي هلو ځلو په ترڅ کې دې مادې ته د عمل جامه ورواغوندي.
22) د کونړ د ځنګلونو له لرګيو څخه د جوړو شوو اسبابو د ازاد انتقال په اړه د کابينې پرېکړه ناقصه ده او دا پرېکړه د ځنګلونو د وهلو لپاره د لرګيو د قاچاق مافيا ته يو امتياز دی، پدې توګه له حکومت نه جدي هيله کوو چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.
33) له حکومته غواړو چې په هېواد او ځانګړې توګه دکونړ د ځنګلونو او لرګيو په وهلو او قاچاق کې ټول لاس لرونکي اشخاص محکمې ته کش کړي او سخته سزا دې ورکړل شي.
4) د حکومت اړونده ادارې دې د چاپيريال رغاونې لپاره د وهل شوو ځنګلونو د بیا کر او نياليګيو کېنولو پروګرام طرح او پلی کړي.
55) که چېرته د ځنګلونو وهلو او د لرګيو د قاچاق د روان بهير مخه ونه نيول شي نو موږ د ختيزې سيمې مدني او ټولنيز فعالين به د خپلو مدني اعتراضونو لړۍ لا پراخه کړو.

د اعتراضيه غونډې رهبري هيئت
لاسليکونه

zangal

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close