”د ځیرکو موبایلونو کاروونکو ماشومانو ماشومتوب تر وخت مخکې پای ته رسېږي“

پوهانو د ځیرکو موبایلونو استعمالوونکو ماشومانو والدینو ته خبرداری ورکړی چې د ټکنالوجي او ځیرکو موبایلونو مخ پر زیاتېدونکی استعمال د ماشومانو پر ورځني ژوند بد اغېز کوي او له ټولنې یې بې پروا کوي.

په امریکا کې د یوې ترسره شوې څېړنې په پایلو کې همداراز ویل شوي چې د نوې ټکنالوجۍ له امله د ماشومانو ماشومتوب تر وخت مخکې پای ته رسېږي.

د پوهانو په خبره، په ځیرکو موبایلونو اموخته ماشومان دې ټکنالوجۍ ته د زیات وخت ورکولو له امله خپلو لوبو، خواړو او د کورنۍ له غړو سره خبرو اترو ته نه زیات پام نه کوي، چې په پایله کې یې د دوی پر حقیقي ژوندانه بدې اغېزې پرېوځي.

د څېړونکو په باور، د ځیرکو موبایلونو او ټېبليټ استعمال د ماشومانو ذهن غیرفطري جوړوي، او حقیقي ژوندانه ته یې پام نه وي.

د یادې څېړنې د معلوماتو له مخې، راتلونکی نسل به د ټکنالوجي او ځیرکو موبایلونو د استعمال له امله سست او لټ وي او پر راتلونکي به یې ډیرې بدې اغېزې پرېوځي، ځکه اوس مهال یو داسې نسل لویېږي چې له خپلو کورونو بهر ته له وتلو، لوبو او ورزشه ډېر لیرې دی.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close