د ځینو تاریخونو معناوې چې صلیبي قاتل په نیوزلنډ کې په خپل ټوپک لیکلې وې

نيوزيلنډ کې د پرونۍ خونړۍ پيښې چې یوه تن د جومات په انګړ او بهر کې پر مسلمانانو قاتلانه حمله وکړه چې په ترڅ کې يې ۴۹ کسان شهيدان شول او لسګونه نور ټپيان شول.

دغه بريد د کرایسټ چرچ ښار په النور جومات کې شوی او بريد کوونکي پر لمونځ کونکو د ډزو صحنه په ژوندۍ بڼه د فېسبوک له لارې خپروله چې ځان يې ۲۸ کلن اسټرالیایی برینټن ټارنټ بللی دی.

نوموړي قاتل لاندې تارخونه په خپل ټوپک ليکلي و:

721م
د تولوز جګړه چې د سمح بن مالک الخولاني په مشرۍ د اموي خلافت او د اودو دوق اقطانیا په مشرۍ رامنځ ته شوه چې سمح په کې ووژل شو.

732م
دا د بلاط الشهداء هعې جګړې ته اشاره ده چې صلیبیان په کې د اموي خلافت پر لښکرو کامیاب شول، دغه جګړه د عبد الرحمن الغافقي په مشرۍ تر سره شوې وه.

1683م

دا د ویانا هغې جګړې ته اشاره ده چې د عثماني دولت پر وړاندې د مسیحیانو په ګټه تمامه شوه.

1688م

د ا د عثماني خلافت پروړاندې د رومي امپراتورۍ د بلګراد حصار ته اشاره ده.

1189م

دا د صلیبیانو دریمې جګړې ته اشاره ده چې د انګلستان د پاچاریچارډ په مشرۍ په عکا وشوه، دوه زره مسلمانان یې په سړه وینه ووژل.

1571م

دا د سمندري لیبانت جګړې ته اشاره ده چې صلیبي ټلوالې د عثماني خلافت په كشتيو بريد وكړ او له منځه یې یوړې.

مارکو انتونیو برګادینو د د وینا د فینسس قومندان و چی د ترکانو سره معاهده ختمه کړه او ټول ترکی بندیان یی ووژل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close