د ځینو هیوادو غلام ونومول شو، مګر اصلیت یې لا هم د تعصب پر بناء ونه پېژندل شو

نظرمحمد مطمئن
کله چې نوي راپیدا شول، ویل یې د بریتانویانو پروژه ده، او د انګلیس د ګټو لپاره کار کوي.
چې ځینې لږ سیمې او د کندهار ولایت یې ونیوی، په پراخه کچه دا خبره کیدله چې د پاکستان لخوا تمویل کیږي.
چې ځینې نور ولایتونه یې ونیول، پرمختګونه یې وکړل بیا یې ویل چې د امریکایانو پروژه ده، او د پاکستان لخوا پر مخ وړل کیږي.
دا ډول ویل کیدل چې د پخواني پاچا ظاهر شاه د راتلو لپاره کار کوي.
چې جلال اباد نیولو ته یې تیاری نیوی، ویل کیدل چې غواړي عرب مجاهدین د اسامه بن لادن په ګډون ونیسي او امریکا ته یې وسپاري.
عرب مجاهدین دومره ویریدلي وو، چې کله جلال اباد ونیول شو په هیڅ ډول یې پر طالبانو باور نه کاوو، هغوی ویره درلودله چې امریکا ته به یې وسپاري.
چې کله یې کابل ونیوی، بیا یې ویل چې د واک انحصار غواړي او دا خلک په حکومت او حکومتداري نه پوهیږي.
کله چې يې شمال کې جګړې پېل کړي، دوی به ویل چې د اخلک تجزیه غواړي، په داسي حال کي چې د تجزیې مخنیوي یې کاوو.
کله چې ۹/۱۱ پېښه وشوه، پرته له ښاغلو، انجنیر حکمتیار، مولوي محمدي او مولوي خالص بابا نورو ډیرو یې د ځپلو او محوه کولو غوښتنه وکړه.
کله چې یې نظام د امریکا د بمبارد په زور له منځه ولاړ، په یوه خوله ویل کیدل چې پنجابیان وو.
د امریکا سره پر افغانستان حمله کولو کې پاکستان، ایران، روسیې ، چین، ترکیې ، اماراتو او حتی سعودي عربستان او نورو د نړۍ ډیرو هیوادونو مرسته وکړه.
پاکستان ډیری عرب مجاهدین او افغان طالبان ونیول او د پيسو په مقابل کې یې پر امریکایانو وپلورل او ګوانتانامو ته یوړل شول.
ایران بیا امریکا ته وویل د اړتیا په وخت کې د ایران هوایې قلمرو کارولي شي، تر څو پر طالبانو بمبارد وکړي.
روسیې په منځنۍ اسیا کې د امریکا له هوایې اډو سره هوکړه وکړه چې افغانستان ته نظامي تجهیزات او پوځي وسایل نقل کړي.
په هلمند کې پر دوی تور ولګیدی چې د بریتانویانو له پاره کار کوي.
کرار کرار جګړه اوږده شوه، امریکا او ناټو پوځیان ونه توانیدل چې دلته په سېمه کې خپلو اهدافو ته ورسیږي.
د جګړې په اوږدو کې وویل شول چې د ایران څخه وسلې اخلي او غلامان یې دي.
قطر کې د سیاسي دفتر د خلاصیدو او هلته میشت کیدو په وخت کې یې وویل چې د امریکا غلامان دي، او امریکا ورته په قطر کې دفتر منلی دی.
کله چې یې په نړیوالو کانفرانسونو کې ګډون وکړ، ویل کیدل چې د پاکستان په وساطت د نورو غلامي کوي.
کله چې يې له چین سره اړیکې جوړې کړي ورته تورونه پري ورپوري شول.
او په وروستیو وختونو کې چې د دوی د سیاسي دفتر غړي وتوانېدل چې د روسانو انديښنو ته ځواب ووایې او د هغوی له شره په راتلونکې کې ځان خلاص کړي، اوس نو بیا وایې چې د روسانو غلامان دي.
هغه لومړي خبره ناسمه وختله چې د بریتانویانو پروژه ده، دوېمه خبره چې د پاکستان غلامان دي، همدې پاکستان امریکا ته تسلیم کړل، ناسمه وختله، درېمه خبره چې د امریکا پروژه ده او د پاچا ظاهرخان د بیا راوستلو او پاچا کیدو له پاره راغلي، هم ناسمه وختله.
داچې ویل به یې چې عرب مجاهدین د اسامه بن لادن په ګډون به يې امریکا ته تسلیم کړي، داهم صحیح نه شوه، عمل کې یې هر څه ثابت کړل.
د واک انحصار یې درلود، موږ هم پرې په هغه وخت کې نقد کړی، مګر هیواد یې له تجزیې وژغوری.
د امریکا او ناټو حملې ورک نه کړل بلکې قوي یې کړل، د ایران سره یې دوستې د عربو هیوادونو د ناځواني له کبله وشوه، چین سره یې اړیکې د امریکا، اروپا او هند د ناسمو تګلارو او تعصب له کبله، له روسانو سره یې اړیکې د امریکا له غرور او په نړۍ باندي د حکومت کولو خوب لیدو له امله ده.
که همدا دوی کومه ورځ له امریکا سره د افغان ستونزې د حل په موخه مخامخ خبره کوي، بیا به ویل کیږي چې د امریکا غلامان دي.
بل لورته د یادو ګردو هیوادونو غلامان په ښکاره هغوی ته کار کوي، او په غلامي یې افتخار کوي.
کومه ورځ به وي چې طالب په سم ډول وپېژنو.
هغوی چې له روسانو ، هند، فرانسې او ایران څخه یې د دوی پر ضد وسلې او نظامي تجهیزات غوښتل، کولاب کې يې اډې درلودلي. ښاغلي دي.
هغوی چې له امریکانو یې د بمبارد او غټو بمونو اورولو غوښتنه کوله، دلته یې د امریکا او ناټو پوځیان ومنل، اډې یې ورکړي، هغوی ښاغلي دي.
هغوی چې د امریکا په زور پر افغان ولس حکومت کوي، ښاغليٍ دي.
هغوی چې د پيسو مقابل کې د هرچا غلامي کوی، ښاغلي دي.
هغوی چې د پردیو ګټو لپاره خپل ولسونه وژني ښاغلي دي.
مګر ددې لپاره چې د روسانو، ایران، چین اوهند له شره په راتلونکې کې ځان وساتي ، د امریکا په مقابل کې د نورو هیوادونو سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي، هغوی بیا غلامان دي؟
وایې د زورور اوبه مخ په لوړه خیږي، همدا وجه ده چې غلام ازاد او ازاد ته غلام ویل کیږي.
هو که د امریکا زور ته تسلیم شوې وای، د امریکا او ناټو غلامي یې منلي وای، او اوس هم د امریکا ناسمو تګلارو ته سمې ووایې، بیا به همدا خلک (التبه افغانان) چې وایې غلامان دي، وبه وایې چې دوی ډیر ښه او ازاد خلک دي. مګر کله به هم امریکا او نړۍ طالب په هغه حیثیت ونه مني، کوم چې يې په افغان ولس کې لري.
موږ ولیدل، حزب اسلامي له پوره انعطاف څخه کار واخیست، مګر افغان حکومت د هوکړې په پلې کولو کې ناکام ، امریکا او نړیوالو هم د هوکړې د عملي کولو لپاره وړ قدمونه وانه خیستل.
که نړیوال او افغان حکومت د سولې په شعار ورکولو کې صادق وي، موږ په کلکه ورڅخه غواړو چې د ښاغلي حکمتیار صاحب نوم له تورلسټ څخه وایستل شي، د حزب اسلامي سره دا ژمنه چې ۴۰۰ بندیان به یې خوشي کیږي، ډیر ژر عملي او بندیان خوشي شي، دا ډول د حزب اسلامي سره هغه ژمنه چې د شمشتو مهاجرو ته به ځانګړي سېمه ورکول کیږي، همدا سېمه په نښه شي.
داچې حکومت او نور اړخونه وایې چې د ښاغلي حکمتیار له تورلسټ څخه د نوم ایستلو مخالفت روسیه او فرانسه کوی، مګر هر وخت افغان چارواکو ویلي چې موږ خپلواک یو، په کار ده چې ۴۰۰ بندیان خوشي کړي، او د مهاجرو لپاره سېمه او ځمکه ورکړي، او د حکمتیار صاحب راتګ کابل ته زمینه مساعده کړي. که داکار هم ونه کړي، بیا نو ښکاري چې هیڅ ډول ازادي نه لري، او دسولې خبرې له افغان حکومت سره کول یواځي د وخت ضیاع ده. او د طالبانو هغه ادعاء ته لا زیات صدق ورکوي چې هغوی وايې چې افغان حکومت په ځینو مسایلو کې د افغان کشالي اړوند مسایلو باندي د بحث او عملي کیدو صلاحیت نه لري.
که د حزب اسلامي سره هغه شرایط چې افغان حکومت یې په ښکاره د صلاحیت ادعاء کوي هغه هم عملي نه شي، په راتلونکې کې به د سولې پر خبرو یو ډیر بد ګوزار او ناوړه اغیز وکړي.