د څرخي زندان اعتصاب که د مرګ کواښ

تبصره

په یوه زندان کې د زنداني ژوند له عذابه ډک ژوند وي. د زندان مسئولین هم همدا خبره کوي چې زندانیان دلته د شپو تېرولو لپاره نه، بلکې د خپلو کړو جرمونو په مقابل کې د سزا ورکولو لپاره دلته راوستل کېږي څو په خپلو کړو پښېمانه او د زندان ټاکلې موده په سختیو کې تېره کړي.

په نړیواله کچه د زندانونو خپل اصول وي. د بشري حقوقو اداره په نړیوالو ورځ او لمانځنغونډو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د زندانیانو په اړه هم بحث کوي. خو ځینې زندانیان وي چې په زندان کې د زنداني له حقوقو څه چې له ټولو بشري حقوقو محروم وي.

په عمومي توګه، په زندانونو کې ۷ ډوله زندانیان ژوند کوي. دمخه به له هر ډول زنداني سره د خپل جرم مطابق چلند کېده. اوس په زندان کې ۳ ډوله زندانیان په نظر کې نیول کېږي: جنايي، سیاسي او حقوقي. د څرخي پله په زندان کې چې کوم د نه خوړلو اعتصاب شوی، په دې کې ټول زندانیان شریک دي او د خپلو حقوقو د اعادې غوښتنه کوي.

د بشري حقوقو د قوانینو له مخې، د نه خوړلو اعتصاب ته د زندان مسئولین ډېر متوجه وي، روغتیايي حالت یې څارل کېږي.

  دولت مکلف دی چې د اساسي قانون د ۵۰مې مادي له مخې د هېواد د اتباعو روغتیايي حالت تضمین کړي، خو په افغانستان کې، لکه څرنګه چې هر ډول حقوق تر پښو لاندې کېږي، په زندانونو کې د زندانیانو حقوق په حقوقو کې هم نه شمېرل کېږي.

په زندان کې کوم زندانیان د بخښنې حق لري او کوم نه، دا هر څه په اساسي قانون کې څرګند دي.

 د څرخي پله په زندان کې د خوراک نه کولو اعتصاب کوونکي وايي چې له کلونو راهیسي د جمهور رییس له فرمانونو سره سره د سزا له کمېدو بې برخي دي، او په دې کې هغه زندانیان هم شته چې جرم پرې ثبوت نه دی خو د بند شپې سبا کوي.

موجوده حکومت د هېواد د ټولو اتباعو حقوق څه چې ژوند تر پښو لاندې کړی دی. زندانیان خو د موجوده حکومت په وحشت د خپل برخلیک د پوښتنې حق هم نه لري، حال دا چې د هېواد په اساسي قانون کې د هر فرد له ژونده تر مرګه حقوق څرګند دي.

د اساسي قانون د ۳۱مې مادې له مخې، هر څوک کولای شي چې له نیول کېدو سره سم له ځانه د اتهام د لیرې کولو او یا د حق د ثابتولو لپاره مدافع وکیل وټاکي. بله دا چې، متهم حق لري چې د یو کس له نیول کېدو سره سم له منسوب اتهامه ځان خبر کړي او په هغه موده کې دننه محکمې ته حاضر شي چې قانون یې ټاکي.

خو بیا هم د څرخي پله په زندان کې بندیانو ته پام نه کېږي، چې له امله یې اوس د زندان نږدې څلور زره زندانیانو د نه خوراک اعتصاب کړی دی.

 دې اعتصاب بندیان تر مرګه رسولې دي، خو مشروع غوښتنې یې تراوسه داسې نه دي منل شوي چې د بندیانو اطمنان او قناعت پرې حاصل شي او بندیان د اعتصاب ماتولو ته تیار شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close