د څرخي پله زندان کې د بندیانو او پولیسو تر منځ شخړې

اسیر همت روحاني

د پلچرخي زندان په ټولو بلاکونو کې په دې ورستیو کې د دولت او بندیانو تر منځ د سیاسي او جنایي بندیانو تر منځ همدا رنګه د جنایي بندیانو تر منځ څو خونړۍ پیښې وشوې.

څه موده وړاندي د پلچرخي زندان پر غوڅ اکثریت پوسټو نوي چارواکي د دولت له لورې وګمارل شول. له نویو چارواکو سره نسبتا چور چپاول رشوت او بډۍ اخستل کم شويږ

دلته پخوانيو پر خپلو پوسټو پاته چارواکي او پرسونل چې کله ورته حالت ولید، قابل د جبران ورته نه وو،ځکه کوم کریډیټ چې ددوی جېبو ته د مظلومو بندیانو له شکولو نه ملاویدی قطع شو.  دوی هم لاس په کار شول تر څو له مظلومو بندیانو نه د خپلو شومو موخو په تحصل کې کار واخلي؛ دلته نو د پلچرخي زندان د چارواکو د انډوخر ښکار شو.

د پلچرخي زندان په څلورم بلاک کې اول ځل پېښه شوه چې بدون له مقرره قانون نه تلاشي بلاک ته داخله شوه. قانون داسې ده مخکې له دې چې افتابي او مدرسې ته بندیان را وباسي باید تلاشي راشي خو دوی داځل وروسته د افتابۍ او مدرسې له شروع نه بلاک ته قطعه د تلاشۍ لپاره داخله کړه؛ هلته بندیانو عکس العمل وښود؛  ۲۶ تنه د واکنش د قطعې عسکر یې سره له وسائلو برمته کړل؛ باید عکس العمل وښیي؛ ورته ثابت حق یې وو.

وروسته په همدې بلاک کې جنایي بندیان د سیاسي بندیانو پر خلاف د دولت د چارواکو په تحریک را وپاریدل له سیاسي بندیانو سره یې جنګ او ګډوډي جوړه کړه؛ چې څو شپې او ورځي مدرسه او افتابي بند وو.

ددې زندان په شپږم بلاک کې دوې ورځي وړاندې عسکرو بندیان ووهل؛ وروسته بندیانو د خپلو رینګانو دروازې ماتي کړي او یو د اندیښنې وړ حال رامنځ ته شو؛ چې وروسته د خبرو له لاري ژمنې وشوې؛ لا یې د حل په اړه ګام نه ده اخستل شوی.

د تیرې شنبې په شپه په پنځم بلاک کې جنایي بندیانو دوه سیاسي بندیانو ته مخه نیولې وه؛ د چاړو واري یې باندې وکړل زخمیان یې کړل؛ وروسته بندیان دروازې ماتي کړې؛ جنګ جدل او ګډوډي شروع شوه؛ تر سهاره اوضاع وخیمه وه؛ بلاک پر بل مخ پروت وو؛  ټول بندیان سرګردانه وو؛ لا تر اوسه هم مشکل نه ده حل شوی.

تیره د شنبې په ورځ په لسم بلاک کې یو عسکر یو د مدرسې استاد ووهی لنګوټه یې پر ځمکه ولوېده؛ کله چې بندیانو دا بې عزتي ولیده احساسات یې له واکه ووتل؛ پر قومنداني یې هجوم ور وړی؛ هلته مېشت عسکر یې ووهل؛ اته تنه عسکر یې برمته کړل؛ ډنډې ولچکان او داسې نور مواد یې هم له عسکرو نه ونیول؛ وروسته قطعه راغله د ټوپک په ذریعه یې ګازي او چریي مرمۍ وویشتلې؛ څلور پنځه تنه بندیان یې زخمیان کړل؛ یو بندي د سر په حصه کې لګېدلی ده اوضاع یې دمره نازکه وه چې حد باندې تمام وو؛ اوس یې څلور سوه بیستریز روغتون ته انتقال کړی ده؛ لا دقیقه معلومه نه ده چې ژوندی ده که شهید شوی ده؛ چارواکي وایې: چې ژوندی ده عملیات یې کامیابه شوي دي؛ اما د بندیانو په خبره چې د سر ماغزه یې هم را توی شوي وو؛  په پېښه کې درې تنه عسکر هم زخمیان شول.

په همدې بلاک کې تېره اونۍ د دوو ډلو جنایي بندیانو تر منځ جنجال پېښ شو؛ په افتابۍ کې یې چاړې را وایستلې یوه ډله یې وتښتېده؛ په دا بله ورځ یې بیا سره ووهل؛ دولت قطعه داخله کړه يو نیم ساعت یې بندیان په ګازي ټوپکانو او ګازي ګرنېټانو ویشتل؛ په ټول بلاک کې ډز او ډوز پروت وو؛ ټول بلاک یې نارامه کړی وو.

دا یو څو بېلګې وي چې ستاسو مخکې مې کېښودې؛ کنه په دوهم بلاک په دریم بلاک په اوم بلام همدارنګه په خاص بلاک کې هم دېته ورته څو پېښي په دا څو ورځو کې را منځ ته شوې دي.

مظلوم بندیان اوس داسې حالت ته رسېدلي دي؛ چې مرګ ورته هیڅ ښکاري خو ورته حال ورته په هیڅ وجه د توجیه او د زغملو وړ نه ده.

بندیانو همدا رنګه د بندیانو نمایندګانو دا هوډ کړی ده که دا ځل په ټول پلچرخي زندان کې پر یوه ادنا بندي ظلم وشو او یا یې بې عزتي وشوه هیڅ کوم بلاک به بې عکس العمله پاتي نشي؛ او ټول بندیان به ورته یو موټی یو که په هره لار وي د خپل بندي پایمال او تلف شوی حق به په جدیت سره غواړو.

ـــــــ

د دې لیکنې لیکوال په څرخي پله زندان کې دی. معلومات او نظریات د نوموړي خپل دي، د کابل.کام نه دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close