د څو زورواکو نيول که د حکومت او بهرنيانو لوبه

راپوتاژ: الماس خدرخېل

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې حکومتي ځواکونو په شمال کې د دوستم استازی او د سيمه ييزو مليشو قومندان نظام الدين قيصاري ونيو چې ورسره سم د شمال په اوو ولايتونو کې لاريونونه وشول، د فارياب ولايت ودانۍ وسوځول شوه، د اقينې بندر بند کړل شو، د ولسمشر انځورونه له واټونو ښکته او وسوځول شول او د حکومت پرضد شعارونه ورکړل شول.

دغه راز تېره ورځ هم د نظام الدين قيصاري د خوشې کولو په اړه مظاهرې روانې وې او لاریونوالو ګواښ وکړ که حکومت يې خبرو ته مثبت ځواب ورنکړي خپل اعتراضي لارونونه به روان وساتي او د “جنوبي ترکستان” په نامه به ځانته حکومت اعلان کړي.

په جوزجان کې د جنبش ګوند د ځوانانو رئيس قدرت الله وطن او د قومي شورا رئيس عبدالحمید صميم وايي، که حکومت د اعتراض کوونکو غوښتنې ځواب نه کړې چې هر څه پېښ شول مسئوليت به د حکومت په غاړه وي.

همدارنګه پرون د غني د تبعيد شوي لومړي مرستال عبدالرشيد دوستم د دفتر مشر عنايت الله فرهمند خبرداری ورکړ که بيا ځلې دولتي ځواکونو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې دوی به هم باالمثله ځواب ورکړي زياته يې کړه : ” که دا ځلې حکومت د خلکو په وړاندې له وسلې کار واخلي او ډزې وکړي، له ورته عمل سره به مخ شي.”

ويل کېږي، نظام الدين قيصاري له دوستم سره د يوې معاملې له مخې په کابل کې د ده کور ته ور وستل شوی او همدلته به ورڅخه لويه څارنوالۍ پوښتنې کوي.

د شنونکو په باور دا او دېته ورته کړنې د حکومت او بهرنيانو يوه بله لوبه ده چې لومړی يې د مليشو په جوړولو او د زورواکو په پياوړتيا کار وکړ او اوس غواړي چې په شمال کې د ځينو زورواکو په نيولو سره د قومونو تر منځ نفاق پيدا او هېواد له يوه بل بحران سره مخ کړي.

ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ليکلي، د غير مسووله وسله وال ځواک جوړول څو کاله مخکې هم خطر و او څو کاله وروسته هم خطر دی زياتوي که د غير مسووله وسله والو د نيولو اقدام د بهرنيانو په اشاره او امر شوی وي نو دا د” هېواد د ملي يووالي او سلامتيا پر خلاف د توطيې بل پړاو پيل دى.”

ويسا د يادو مسايلو په تړاو پوښتنه کړې چې ايا حكومت د قيصاري، نادرشاه او نورو دې ته ورته كسانو د نيولو او محاكمه كولو په تړاو د احتمالي غبرګونونو لپاره چمتووالى درلود؟ زياتوي: “كه ځواب هوکې! وي، نو اوس چې د هېواد د يووالي پر خلاف شعارونه او بيرغونه اوچت شول د حكومت دريځ او غبرګون څه دى؟ كه ځواب نه! وي. بيا خو داسې ښكاري چې اوسنى حكومت يوازې د بهرنيانو د اجنډاو د اعلان او پلي كولو يوه مرجع ده او بس. نه نور داسې اداره او نظام شته چې د هېواد پر ملي ګټو او سلامتيا فكر وكړي، نه داسې څوك شته چې د هېواد پر تاريخ، هويت او بقا باور ولري او دا ورته يو ارزښت وي.”

سياسي کارپوه صديق منصور انصاري وايي، د ترهګرۍ په نامه د امريکا مبهمې جګړې او د ملي يووالي حکومت غلطو سياستونو افغانستان د سترو او سيمه ييزو قدرتونو د مداخلې په مرکز بدل کړ او هېواد تر بل هر وخت ډېر د قومي سياستونو او شخړو خواته روان دی.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني غير مسووله وسله والو ته خبرداری ورکوي د جنبش ګوند ځيني مخکښ کسان وايي چې د زورواکو او مفسدو کړيو سره مبارزه دې وشي خو زياتوي د مشخصو قومونو پرضد وروستۍ کړنې دا په ډاګه کوي چې “حکومت او بهرنیان په افغانستان کې د بل کورني بحران رامنځ ته کول غواړي”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close