د څو نورو زندانیانو په شمول د اسامه ساتونکی له ګوانتنامو آزاد شو

کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴

راپور: انصار

یوه اونۍ مخکې له ګوانتنامو څخه د یو شمېر نورو هېوادونو د زندانیانو خلاصون د یوه اعلان کړي لېست څخه رسنیو ته ورسېد، چې ورپسې د اسامه بن لادن د ساتونکي خلاصېدن هم اعلان شول.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د القاعده ګوند بنسټوال اسامه بن لادن ساتونکی عبدالرحمن شبلي یې له زندانه د پرېښودو وروسته سعودي عربستان ته سپارلی دی.

عبدالرحمن شبلي چې له ۲۰۰۲م کال را هیسې د ګوانتنامو په زندان کې بندي وو، لس کاله وړاندې یې د زندانیانو سره د ناسم چلند او نور غیر اسلامي او غیر اخلاقي اعمالو او هم په هغه اعتراض چې امریکا یې د اسلامي هېوادونو سره کوي د خوراک نه کولو اعتصاب کړی وو.

د امریکا دفاع وزارت رسنیو ته ویلي چې د عبدالرحمن شبلي د خوشي کېدو وروسته په یاد زندان کې ۱۴تنه زندانیان پاتې دي چې نور یې خپلو خپلو هېوادونو ته سپارل شوي دي.

د ګونتنامو زندان
د ګونتنامو زندان

د عبدالرحمن شبلي په نیولو او زنداني کولو امریکایي چارواکو کوم ثبوت چې زندان ته پرې ولېږل شي، نه دی وړاندې کړی، یوازې په دې جرم چې اسلامپالو سره خواخوږي لري، زندان ته استول شوی وو.

د امریکا جمهور رئیس اوباما چې په لومړي ځل انتخاباتي کمپاین ۲۰۰۷م کې د کامیابۍ په صورت کې د ګوانتنامو د زندانیانو د تړلو ډاډ په یوه ټلویزوني وینا کې ورکړی وو، خو وروسته د ګانګرس د مخالفت سره مخ او زندان تر نن ورځې پورې د پخوا په څېر د زندانیانو د ګور په شکل چې د سختو عذابونو لاندې نیول کیږي پاتې دي.

پنټاګون دا هم ویلي چې تېره اونۍ یې د یاد زندانه څخه د مراکش اوسېدونکی یونس عبدالرحمن شکوري هم ازاد کړی او خپل هېواد ته یې لېږلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close