د چارواکو زورواکي او د ننګرهار ناامني

تبصره

د هېواد په نورو سيمو کې د ناامنيو ترڅنګ د ختيځ زون د ناامنۍ او جاجونې په موخه په کابل کې يوه غونده شوې وشوه، چې د ختيځ زون ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان حالات پکې وارزول شول. په دې غونډه کې د ننګرهار په ناامنيو پوره بحث وشو.

 د ختيځ زون او په ځانګړې توګه د ننګرهار په اړه له يوه کال راهيسې کورنيو او بهرنيو رسنيو تبصرې کړې چې د ننګرهار امن پخپله د ننګرهار چارواکو او زورواکو خراب کړی دی. په يوه او بل نوم د انسانانو او موټرو تښتول او په ننګرهار کې په پراخه کچه د مخدره موادو د فابريکو موجوديت هغه څه دي چې د ننګرهار د زورواکو او چارواکو له مرستې اولاس پرته یې موجوديت  ناشونی دى .

په کابل کې جوړې ختيځ کادري بهير په غونډه کې د ننګرهار په ناامنيو د اعتراف ترڅنګ په ډاګه وويل شول چې سيمه ييز زورواکي، چارواکي او مافيا کړيو د ننګرهار امن خراب کړی، که جدې پاملرنه ورته ونه شي، په ننګرهار کې به هغه څه رامنځته شي چې بيا به یې ځانګړې قطعې څه چې بهرني پوځونه هم کنټرول نه کړاى شي.

په کابل کې د ختيځ زون بهير په غونډه کې نږدې د ختيځ زون سلو کسانو برخه اخیستې وه. د خبريالانو د سوالونو د ځوابونو پر مهال څرګنده شوه  چې د ننګرهار حکومتي چارواکو له حکومتي امکاناتو څخه په استفاده د ننګرهار امن په ناامنيو بدل کړی دى.

د ننګرهار حکومتي چارواکو او زورواکو د ځمکو له غصبه نيولې پر انسان تښتونه، وژنو، د نشه يي توکو په قاچاق، د ملي شتمنيو په شخصي کولو او آن د ننګرهار په محکمه کې د دولتي ځمکو د ځان په قباله کولو یې صرفه نه ده کړې.

په ننګرهار کې  روانو ناامنيو په سياسي، فرهنګي، علمي، اقتصادي او ټولنيز بهير ډېر ناوړه اغېز کړی دى. روان حالت که نور څه وخت هم دوام وکړي، تر ننګرهار به بل ناامنه ولايت په ټول هېواد کې ونه ليدل شي.

له بلوه پلو د حصار شاهي ولسوالۍ اړوند په نرۍ اوبو کې، چې د جلال آباد په لس کيلومترۍ کې موقعيت لري، د داعش مرکزونه ښه فعال دي. جنګي څرخکې پرې له ټيټې ارتفاع څرخي راڅرخي. له ننګرهاره علاوه نورو ولاياتو ته له همدې نرۍ اوبو اکمالات کيږي. په نرۍ اوبو او هسکه مېنه کې داعش جګړه مار له خپلو کورنيو سره تر ٨٠ زياتو په هغو کورونو کې ژوند کوي چې د کورونو مالکان یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

ننګرهاريان په ډاګه له حکومتي چارواکو او زورواکو سر ټکوي. وايي، د ننګرهار امن زورواکو او چارواکو خراب کړی دى چې پایلې به یې د ننګرهار پر سقوط تمامې شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close