د چارو څارونکي: امریکایان له افغان پوځیانو د انساني سپر په توګه کار اخلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۱ فرید افغان)

د نظامي چارو کارپوهان او څارونکي وایي چې امریکا په دې وروستیو کې له افغان پوځ څخه د دفاعي قوې په توګه کار اخیستی او د جګړو پر مهال اوګه په اوګه جنګیدونکي امریکایان د افغان ملګرو تر شا پټیږي.
په کابل کې میشت د روسیې د سیاسي چارو کار پوه ، «الکسی لئونکوف» وایي امریکا له افغان پوځ څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي او هغوی هم د خپلو هغو افغانانو چې هدف یې یواځې بهرنیان دي، پر وژلو دریغ نه کوي.
نوموړی وایي؛ افغان پوځیان په لاشعوري توګه د بهرنیانو د ګټو لپاره قرباني ورکوي او خپل افغانان وژني.
پر همدې مهال د پوځي او نظامي چارو افغان کارپوه متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وایي؛ امریکایان د افغانانو د جنګولو سربیره یوه بله خطرناکه پروژه هم مخته وړي.
د نوموړي په وینا؛ امریکا هڅه کوي له افغان پوځ څخه کلاشنکوفونه ټول کړي او پرځای یې خپلې وسلې چې کیفیت یې خورا ټیټ دی هغوی ته توزیع کړي
طاقت وایي؛ افغان پوځیان له امریکایي وسلو چندان ښه خاطره نه لري خو په خبره یې چې امریکا یواځې د خپلو وسلو بازار موندنه تیزوي .
نوموړی داسې مهال داخبره کوي چې څه موده وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي و، چې امریکا غواړي د روسیې ۵۰ زره مرسته شوي کلاشنکوفونه له افغان پوځ څخه ټول کړي.
یو شمیر کارپوهان وایي؛ چې ممکن دا وسلې د امریکا په ګډون ځینې استخباراتي کړۍ د داعش ډلې پر وسلوالو وویشي.
څه موده وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي و، چې امریکا دلته یواځې د خپلو رقیبانو د څار او له خپله ځانه د هغوی د حملو د مخنیوي په خاطر راغلې او هڅه کوي په مختلفو پلمو دلته دایمي اډې ولري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close