د چين دريځ به ټرمپ پر خپلو تېروتنو پښېمانه کړي

تبصره

ايران او د امريکا په شمول روسیې، چين، فرانسې، برتانيا او جرمني په ٢٠١٥ز کال کې موافقه کړې وه چې ايران به له اټومي پرګرامه لاس پر سر کېږي او په مقابل کې به پر ايران لګېدلي ټول اقتصادي بنديزونه له منځه وړل کېږي. په هغه موافقه کې دا وعده هم شوې وه چې ټول لوري به کړې موافقې ته ژمن وي.

اوس چې د امريکا جمهور ریيس، ډونلډ ټرمپ، يوه او بل لوري ته ښکر وهي، له ايران سره له کړې اټومي موافقې پر شا شوی دى او ايران یې ګواښلی دی چې که د امريکا له موافقې د پر شا تګ په صورت کې یې پر اټومي پرګرام لاس پورې کړ، له سختو بدو عواقبو سره به مخ شي.

له اټومي تړون په وتلو سره، له ټرمپ سره يواځې، سره له دې چې په لاسليک کې داخل هېواد نه دى، اسرائيلي صدر اعظم بنیامین نتنياهو ملګرتيا او د نظر يووالی لري؛ نور هېوادونه لکه روسيه، چين او فرانسه له ټرمپ سره اختلاف لري. وايي، که امريکا له تړونه ووځي، موږ له ايرانه سره پر خپله ژمنه ولاړ يو.

د ٢٠١٥ز  کال د تړون له مخې ايران منلې وه  چې د یورانیمو له غني کولو به لاس اخلي او نړیوالو له تهران سره ژمنه کړې وه چې لګولي بندیزونه به راکم کړي. د ايران د چارواکو په وينا، هغوی اوس هم خپل تړون ته ژمن دي. خو ټرمپ وايي چې شوی تړون ورته د منلو نه دى.

دا چې ټرمپ ايران په سپکو سپورو وګواښه او له شوي تړون یې ځان وويست، له تړونه وتل به ايران ته په تاوان تمامېږي او که امريکا ته، دا په تړون کې د شریکو هېوادونو په دريځ پورې اړه لري چې د ايران پلوي به وکړي او که د ټرمپ.

روسیې د ايران له اټومي تړون څخه د امريکا پر وتلو اندېښنه ښوولې او فرانسي د ټرمپ پرېکړه يوه ستره تېروتنه بللې. جرمني هم، چې د تړو ن غړى هېواد دى، وايي له ايران سره تړون ته ژمن دى. اوس د چين دريځ کولاى شي د تړون ګټه او تاوان پکې څرګند شي، او پلوي به یې د هغه چا پله درنه کړي چې ورسره د نظر يووالى ښکاره کړي.

​که لوستوالو ته ياد وي، بيت القمدس ته د امريکا د سفارت په انتقال هم ټرمپ خپل ځان په هنداره کې د رایې په ورکولو کې ليدلی و، چې په خپل غوايي دريځ کې کوز-ګوری پاتې شو. اوس چين هغه دريځ د امريکا په مقابل کې خپل کړی دی چې له ايران سره په تړون کې به یې د بيت القمدس په څېر کوز-ګورې کړي او په خپلو تېروتنو به پښيمانه شي.

هو! که له ايران سره په لاسليک کې هغه هېوادونه چې په وينا یې پر خپله ژمنه ولاړ دي همداسې ولاړ پاتې شي، ټرمپ ته به په دویم ځل ځان په هنداره کې ښکاره شي، او بې له دې چې دعراق په څېر په ښکرور قانون پر ايران  بريد وکړي، نور ورسره د هيچا ملګرتيا او جواز نه دی پاتې.

چین ویلي، د ایران له اټومي توافقه د امریکا له وتلو سره سره غواړي دغه تړون ته ژمن پاتې شي. چین ايران ته ډاډ ورکړی چې د ایران د تېلو د صادراتو د یو په درېیمه برخې اخېستلو ته به دوام ورکړي.

چین له هغو سترو قدرتونو څخه دى چې له ایران سره یې اټومي موافقه لاسلیک کړې، وروستی هېواد و چې ایران ته یې ډاډ ورکړ چې د اټومي تړون لاسليک ته به درناوى وکړي. دچين دريځ ته چې وکتل شي، ټرمپ به پر خپلو تېروتنو پښېمانه کېږي، هم به ايران او هم به نورې نړۍ ته کوز-ګورې پاتې شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close