د چين لېزري کلاشينکوف ولې شهرت وموند؟

لاروى

په نړيوالو غونډو کې يو شمېر اورپايي هېوادونه، او په لومړي سر کې امريکا، پر چين د اعتراض ګوته پورته کوي چې د دوۍ د اقتصاد مخه یې نيولې، د اړتيا وړ شيان په ارزانه بيه جوړوي او د نورو هېوادونو د پرمختګ لار یې بنده کړې ده. خو اوس چين د اروپايي ټولنې د اعتراضونو پر خلاف په نوي ابتکار لېزري کلاشينکوف جوړ کړی، چې په نړيواله کچه یې شهرت وموند.

نږدي يوه مياشت کېږي چې په يو شمېر هېوادونو کې ساينسپوهان او وسله جوړوونکي د چين د لېزري کلاشينکوف په مقابل کې تر دې د لوړ ارزښت او هدف کلاشينکوف په  جوړولو غور کوي، خو لا توانېدلي نه دي .

څه موده  دمخه اعلان شوه چې چين لېزري کلاشينکوف جوړ کړی دى او تر ٨٠٠ مترو پورې هدف ويشتلاى شي. د چين د نوي لېزري کلشينکوف په اړه دا هم ويل شوي دي چې کله هدف وولي، هر هغه څه چې د اور اخیستنې قابل وي، اور هم اخلي. مثلا يو انسان پرې وولي، د هغه انسان جامې هم د ګولۍ له نښتلو سره سم اور اخلي.

ساوت چاینا مارننګ پوسټ لیکلي، دا خطرناکه وسله زیډایمزیډ کمپنۍ جوړه کړې، خو شعاوې یې تر نورو شعاوو توپير لري. په نوي ساينس کې چې هره شعاع لرونکې وسله جوړه شي، شعاع یې يا په سترګو او يا په الکترونيکي وسايلو ليدل کېږي، خو د چين د نوي جوړ کلاشينکوف شعاع نه په سترګو او نه په بله کومه الکترونيکي آله ليدل کېږي.

د هغو وسلو جوړوونکو هيوادونو انجنيرانو چې غواړي ليزري وسلې جوړې کړي پر چين اعتراض کړی چې د انسان د ژوند اخیستلو او زياته خطرناکه وسله یې جوړه کړې ده. خو چينايي کلاشينکوف جوړوونکي بيا وايي چې په دې وسله کې هيڅ ډول داسې شعاع نشته چې هغه د بين المللي قوانينو خلاف وي. وايي، د دې کلاشینکوف وزن درې کیلو ګرامه دی، له لتيیم جوړه شوې بېټرۍ پکې ځای پر ځای شوې ده، چې کولاى شي ۱۰۰۰ شعاعوې په یوه وار فایر کړي.

 د چين لېزري کلاشينکوف شهرت په دې وموند چې قيمت یې  ١٥٠٠٠ امريکايي ډالر دی او هدف تر ٨٠٠ مترو پورې ويشتلاى شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close