د چین یو شمیر ايغور مسلمانان بدخشان ته کډوال شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۲)

د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، د چین یو شمير ايغور مسلمانان د دغه هېواد د زورونو له کبله د افغانستان بدخشان ولايت ته کډوال شوي دي.

په وروستيو کې د چین حکومت د سنګيانګ ايغور مسلمانانو باندې زور زياتی زيات کړی چې د ايغور فعالانو په وينا له ۲۰۱۷م کال راهيسې يې سلګونه زره مسلمانان نيولي او نږدې يو ميليون ايغور مسلمانان يې په داسې پنډغالو کې اچولي چې هلته د اسلامي عقيدې د بدلون لپاره د کمونيستي عقيدې زده کړې ورکول کېږي.

دوی وايي، چې له يادو کمپونو سخه وتل سخت دي او وخت ناوخت د مسوولو چارواکو له لوري شکنجه کېږي.

تازه د فارن پاليسۍ مجلې په يوه راپور کې ويلي، چې د سنګيانګ ايالت څخه يو شمير ايغور مسلمانان د افغانستان بدخشان ولايت ته کډوال شوي او هلته استوګن دي.

په راپور کې د راکډه شويو کډوال شمیر نږدې (څلورنيم زره) تنه ښودل شوی زياتوي چې هغه هېواد کې له ځپلو وروسته اړ شوي چې خپل سنګيانګ پرېږدي دي او بدخشان کې استوګن شي.

تر اوسه افغان حکومت يا د بدخشان ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د هرکال په څېر تېر کال هم د چین حکومت په سينګيانګ کې د مسلمانانو پر روژو نيولو، جوماتونو ته تللو او د ښځو پر مخ پټولو بنديز لګولی و او چارواکو يې حکومتي منسوبينو ته دنده سپارلې وه چې د مسلمانانو په کورونو کې د هغوی د څارنې لپاره تر پنځلس ورځو پورې پاتې شي ترڅو هغوی روژه ونه نيسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close