د چین یو میلیون ایغور مسلمانان پټو پوځي اډو کې بندیان دي

ملګرو ملتونو ویلي، دوی داسې موثق اطلاعات ترلاسه کړي چې ښيي نږدې یو میلیون ایغور مسلمان د چین د شینګ یانګ ایالت په پټو نظامي اډو کې په زوره ساتل کېږي. چینايي چارواکي دا مرکزونه د ”سیاسي تلقین نظامي اډې“ او یا د ”بېرته تابعیت ورکولو مرکزونه“ بولي.

د ملګرو ملتو د نژادي تعصب د له مینځه وړلو کمیټي غړی، ګېمکډوګل، ویلي د چین حکومت د شینګ یانګ ولایت ته داسې ځانګړي قوانین وضع کړی چی دا والایت یې یوې سترې نظامي قرارګاه ته ورته کړی دی، په دی ولایت کې حکومت د ”دیني افراطیت د له منځه وړلو“ او د ”ټولنې د ساتنې“ تر عنوان لاندې داسې کړنې ترسره کوي چې له امله یې دا ولایت په یوې حقوق نه لرونکې سیمه بدله شوې ده.

واشنګټن پوست له یو شمېر هغو اشخاصو سره خبرې کړې چې په دغو نظامي اډو کې یې دندې ترسره کولې. دوی ورته ویلي چې چینایي چارواکي دغو اډو ته د سیاسي کېمپونو نوم ورکوي، خو په حقیقت کې دا په غرنیو سیمو کې له زندانونو او بندیخانو سره ورته والی لری.

دغه ډول بندونه، چې د ایغور مسلمانان یی په بنسټیزه توګه هدف ګرځولي، د قانون له قیده بهر دی. پر ایغور مسلمانانو برسېره، ځینې نور مسلمانان چې زیاتره یې قزاقي مسلمانان دي هم له ورته ناورین سره مخ دي.

د دغه ولایت په زیاتره کلیو کې چینایي چارواکو تیز څراغونه او بې شمېره څارونکی کېمرې د پلټنو په نکتو کی نصب کړي، څو شکمن کسان ونیسي او دغو نظامي اډو ته یې د یو نامعلومې مودې لپاره ولېږدوي.

بندیان په دغو نظامي اډو کې په داسې حال کې خپلې شپې ورځی تېروي چې خپلې دعاګاني په ترانو ویلو کې زمزمه کوي او ځینې یې تر سختو تعذیبونو لاندې وي.

د حقوقي تنظیمونو ارقام ښیي چې د تېر کال په اوږدو کې د سینګ یانګ د اوسېدونکو، چې د ټول چین په پرتله یې سلنه تر 1.5٪ نه اوړي، 21٪ جنایي بندیان ګرځول شوي دي.

ګېمکډوګل زیاتوي چې چین کې ایغور مسلمانانو ته په دې ګناه چې دوی جلا دیني او قومي هویت لري د دښمنانو په سترګه کتل کېږي.

د ایغور مسلمانانو د بندي کېدو تر څنګ د هغو 100 محصلینو د برخلیک په اړه هم پوښتنې راولاړې شوې چې له هېواد بهر یې تحصیلات ترسره  کړي وو او خپل ولایت ته له راستنېدو سره سم نادرکه شوي دي.

د چین چارواکي تل د دغو بندیانو په اړه ځانونه له پوښتنو تېروي او په ځواب کې یواځې همدومره وایي چې دوی په شینګ یانګ کې ”آرامي راولي، اقتصاد یی پر مخ بیايي او د  ټولو نژادونو تر منځ په سوله کي د ژوند فضا رامینځته کوي.“

چینایي چارواکي وایي، د شینګ یانګ سیمه کی د ”اسلامي افراطیت له سخت  ګواښ او خطر سره مخ دي.“

د سیمی جلاوالي غوښتونکي وایي دوی هڅه کوي چې بریدونه وکړي، ځکه دوی له ”هان“ قوم سره تړاو لري او دا سیمه د دوی اصلي وطن دی.

سرچینه: الجزیرة

ژ: عزیر اسدخېل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close