د ډالري جګړې پای د سروزرو د جګړې پېل

تبصره : مبصر

د تېر ۱۵ کالو راپه دېخوا په هېواد کې د ډالري جګړې زور په افغان ولس چپه ميچنې وګرځولې، د جګړې څرخ د سرونو په ورکولو سره ګرځي. افغانانو د دې جګړې څرخ په څو څو ځلې ، چې پرې پېل شوې ده په سرونو قربانولو وګر ځاوه .

په افغانستان کې د جګړې د څرخ لوری د نورو هېوادونو سره توپير لري او دا توپير د ويتنام د جګړې را په دېخوا څرګند شوی دی، د نورو هېوادونو د جګړې د څرخ د دريدا امکان وي ؛ ځکه لوری يې څرګندوي په افغانستان ، چې د هرې خوا جګړه پيل شوې ده ؛ قربانيان يې يوازې افغانان دي او افغانان تر اوسه پورې په دې نه دي پوهيدلي ، چې زمونږ پر سرونو د جګړې څرخ په کوم لورې څرخي او د څرخيدا هدف يې د څه لپاره دی ؟

د څه لپاره جګړه راونه ده ؟

دا هر څه تر تېرو کلونو پورې پرې چا تحليل نشو کولای ؛ خو اوس افغانان دومره پوهيدلي ، چې د افغانانو پر سرونو روانه جګړه د پرديو د اهدافو د سر ته رسولو لپاره ده ؛ خو بيا هم د جګړې زورنه دی اوبه شوی ؛ خو داسې بريښي ، چې د ډالرو د چينې په وچوالي سره به د اجګړې يا د جګړې څرخ ودرېږي ؛ ځکه خو يو شمېر افغانانو خپلې کورنۍ هم بهرنيو هېوادونو نه وايستلې.

 په افغانستان کې يو شمېر زور واکو د ډالري جګړې د پای ته رسيدو سره د سر زورو په سر جګړه پيل کړې ده.

 په تېرو ۱۵کالو کې په بدخشان کې د قيمتو کاڼو په را ايستلو څو ځلې جګړې وشوې د ولايتي چارواکو اوزور واکو تر منځ څو ځلې د پيسو د ويش پر سر جګړې شوي دي.

 په افغانستان کې د جګړې د څرخ لاملونه يو د بل سره توپير لري  ؛ خو کله په يوه او کله به په بله نامه د جګړې د دوام هڅې روانې وي په يوه نامه روانه جګړه ، چې د پای شيبو ته رسېږې په بلي نامه يې پيل کړي اوس دا دی د ډالري جګړې د پای شيبې نږدې شوي دي ، د سر زورو جګړې زور وموند د تخار ولايت په چاآب ولسوالۍ کې د سر زورو په کانونو کيندلو پيل شوې ده ، تر اوسه پورې د تخار ولايت په چاآب ولسوالۍ کې د ولايتي چار واکو او زور واکو کان کيندونکو ترمنځ د پيسو د ويش اړيکې ښې وې ؛ خو چې تېره ورځ د کان کيندلو پرسر د زور واکو تر منځ شخړه وشوه درې تنه پکې ووژل شول او پينځه ژوبل شول د چاآب ولسوالۍ د سروزرو د کان کيندنې خبر خپور شو .

خو د ولسی او دولتي ، امنيتي مسئولينو يا د ادارو کار کونکو ته دولايت چارواکو اجازه نه ده ورکړې ، چې د سروزرو د کان په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي د وژل شوو کسانو کورنۍ وايي چې تراوسه پورې ولايتي چارواکو د کان کيندونکو څخه پوره برخه اخسته هېڅ نه و، او چې د پسو په ويش وران شول زموږ کورنۍ غړې پکې ووژل شول،موږبه هېڅ وخت د سروزرو کانونو کيندلو ته اجازه ورنکړو .

د راپورونو په اساس د سروزرو د کان په سر د پېل شوې جګړې دوام به ډالري جګړې څخه زيات د افغان ولس لپاره تا واني وي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close