د ډاکټر غني په بلنه د پاکستاني پوځ مشر کابل ته رسیدلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۲)

په داسې حال کې چې د اسلام آباد او کابل د حکومتونو ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت خوږې شوې، د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور ویلي، د دوی لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د افغان ولسمشر په رسمي بلنه کابل ته تللی دی.
که څه هم د ولسمشرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، چې باجوه له راغلي پلاوي سره یوځای له افغان چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون د پلان پر عملي کېدو بحث وکړي، خو ځینې حکومتي سرچینې بیا وایی چې دواړه لوري به د پوځي او استخباراتي همکاریو په برخه کې یو شمیر تړونونه هم لاسلیک کړي.
افغان او پاکستاني چارواکو ویلي، ددې لېزانز افسرانو کار به دا وي، چې په اسلام اباد کې مېشت افغان لېزانز افسر به له پاکستانیو امنيتي سرتېرو سره د وسلوالو پټنځایونه ته ځي او د پاکستان امنیتي سرتېري به دده په مخ کې هلته علمیات کوي او په کابل کې مېشت د پاکستان لېزانز افسر به له افغان چارواکو سره د وسلوالو پټنځایونو ته ځي او دده په مخکې به هر څه کېږي.
د یادونې وړ ده چې ګډحکومت له پیل پاکستان ته په امتیاز ورکولو او نږدې اړیکو تورن دی چې وخت پر وخت د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ له زیاتو پټو تړونونو څخه پرده پورته شوې.
دمشرانو او ولسي جرګې غړي وایی، حکومت له پاکستان سره د امریکا په فرمایش تودې اړیکې پالي او له همدې امله یې بهرنی سیاست تر ډیر ناکام دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close