د ډير وزن لرونکو (چاقو) انسانانو ماغزه واړه وي، څېړنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۵)

د لوفبورو پوهنتون او د لندن د سټي کالج څېړونکو يوه نوې څېړنه کړې وايي، د وزن لرونکو (چاقو) انسانانو ماغزه نسبت صحتمندو کسانو ته کم وي.

په څېړنه کې راغلي هغه کسان چې وزن يې زيات وي (چاق وي) نسبت هغه کسانو ته چې صحتمند وي او نارمل وزن ولري ماغزه يې دولس کيوبک سانتي متره واړه وي.

په دغه څېړنه کې له پنځه پنځوس تر کم عمره ۹۶۵۲ کسانو برخه اخيستې ده.

د لوفبورو پوهنتون استاد پروفيسر ډاکټر مارک هيمر وايي، تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د وزن لرونکو او صحتمندو کسانو د ماغزو بیلوالی د چاقوالي له امله دی او که د بل څه.

د مارک هیمر په وينا، په دغه څېړنه کې د وزن لرونکو خلکو د ماغزو د خلل او نورو دماغي ناروغيو لاملونه څرګندېدلای شي خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې د ډير وزن لرلو(چاقوالي) له کبله ماغزه واړه کېږي او که د کمو ماغزو له امله د چاقوالي ناروغۍ منځته راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close