د ډیمکراسۍ وژونکې ناروغي

لیکوال: جبیر احمد مشهود

د اسلام مبارک دین د بشر د فلاح او بقا لپاره یو کامل او مبین دین دی چي بشریت له سترو ناخوالو او مصیبتونو څخه په ډیر عظیم شان سره ژغوري د یوه خدای جل جلاله عبادت یې رابولي د ژوند په اصلي مقاصدو یې پوهوي

خو بل خوا بیا د دې مبارک او سپېڅلي دین پر ضد د نړۍ د باطلو ادیانو بندګانو یو داسي کرغیړن،بدمرغه،د ګمراهیو او ضلالتون ډک نظام ته کار کړی دی او کوي یې چي په واسطه یې مؤمینان د خپل مقدس دین اسلام څخه منحرف کوي او بیا یې د همدې مقدس دین اسلام پر ضد جنګ ته هڅوي دا نظام چي د طاغوت بندګانو ورته پوره توجو کړې ده ډیمکراسۍ ده

ډیمکراسي د بشریت د لمنځه وړلو تر ټولو ستره منبع ده د طاغوت بندګان هغه جګړه چي د رسنیو پ
له لاري یې په ظاهره سره اعلانوي د همد‌ې ډیمکراسۍ په توسطه یې په خورا لوړ مهارت سره پر مخ بیایې د اسلامي نړۍ د ړنګیدو په روانه هڅه کي یې د همدې لاري د اسلامي امت د ګمراهۍ لپاره د عیاشۍ،فحاشۍ،زنا،لواطت،همجنس بازي،شپني نایټ کلبونو او نور قیسم قیسم دامونه وغوړول چي نن پکي تر یوه حده بریالي هم دي دوئ وکولای شوای چي د همدې لاري د مؤمینو بندګانو تر اذهانو پوري ځانونه ورسوي او د هغوئ پر ړنګیدو کار وکړي او د خپلو اهددافو د ګټلو لپاره یې یوه ستره زریعه و ګرځوي

غربیانو په اسلامي نړۍ کي د ډیمکراسۍ د خپرولو لپاره او پر هغې د مسلمانانو د باور پیداکولو لپاره یې لا له وړاندي د هغه مقصود ملک تش په نامه علماء،هغه د اولس په منځ کي د باور وړ کسان او همدارنګه رسنۍ د همدې فاحشي ډیمکراسۍ په ستایلو ګمارلي دي تر سو د همدې لاري وکولای شي په خورا اساني سره تر خپلو اهدافو ځان ورسوي
د نړۍ بشر خورو ځناورو د اسلام پر ضد د جګړې ترسنګ نوري مختلیفي لاري د اسلام د انعدام لپاره په کار اچولي دي دوئ یواځي د اصلحو نه بلکي د قلمي او نظریاتي جګړو ته ته هم ډیر پام کړی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close