د ژغورنې ټلوالې د حکومت پر وړاندې نوی دریځ نیولی

 

نن د ملي نجات یا ژغورنې ایتلاف غړو په بلخ کې د یوې ناستې په ترڅ کې د حکومت پر پالیسیو د نیوکو تر څنګ یو لړ نوی وړاندیزونه وکړل.
د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي ډلې اجرایه مشر عطامحمد نور وویل، جنرال دوستم باید ژر تر ژره هیواد ته راستون شي “‏قومي یووالی په افغانستان کې زیانمن شوی او هیڅوک د چا د تبعید حق نلري“
نوموړي ګواښ وکړ چې که حکومت د دوستم په را ستنولو کې نوره هم ناغیړي وکړي، دوی به یې په خپله راستون او خپل مقام باندې وټاکي.
نوموړي د جنرال نظام قیصاري نیول کیدل هم وغندل او په حکومت یې د بې کفایتي تور ولګاوو.
په ناسته کې د اجرایه ریاست مرستیال محمد محقق هم ګډون درلود، نوموړي د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم وزیران بې واکه وبلل او زیاته یې کړه چې، ارګ دې یا اجرایه ریاست په رسمیت وپیژني، یا دې هم د دریم مرستیال څوکۍ زیاته کړي.
دوی دغه راز وویل چې روانې ستونزې ورته د زغملو نه دي او غوښتنه یې وکړه چې سملاسي باید موقت حکومت جوړ، په همدې موده کې دې د بریښنایي تذکرو ویش ،د اساسي قانون تعدیل او تر څنګ یې لویه عنعنوي جرګه دایره شي، تر څو واک په شفافه توګه وړ شخص ته ولیږدول شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close