د ژوند لارښود (اوومه برخه)

لیکنه : وحید الدین خان

ژباړه : نعمان منلی

په یوالي کې د الله مرسته

په یوه روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې الله تعالی فرمایی : زه د دوو ملګرو دریم ملګری یم تر هغه  چې په دوی کې کوم یو له خپل بل ملګري سره خیانت ونه کړي.قال رسول الله صلي الله عليه وسلم قال الله عزوجل : انا ثالث الشريكين مالم يخن احدهما صاحبه.

د حدیث مطلب په لفظی توګه داسې دی که دوه سړي د خدای لپاره سره یوځای شي نو  هغوی سره به الله تعالی په خپله  دریم  ملګری  شي او په کومه  ټولنه کې چې الله تعالی پخپله ګډون وکړي نو د هغې زور او طاقت بې شکه چې بېخي ډېر  زیاتیږي ، د هغوی یوالی نه اېلیدونکی ګرځي او اتفاق یې مضبوط ګرځي.

دا کومه پټه خبره نه ده دا یو ساده فطری حقیقت دی، داسې ځکه کیږي کله چې خلک یواځې دالله تعالی لپاره سره یوځای شي نو د هغوی رواني حالت له نورو خلکو څخه بېل وي د داسې خلکو حال دا وي چې هغوی هرې معاملې ته په شخصي نظر نه ګوري بلکه په خدایي نظر ورته ګوري.

 

که هغوی ته له خپل ملګري څه شکایت وي نو په دې سوچ سترګې ورباندې پټې کړي چې زه خو یواځې د الله تعالی لپاره ورسره یوځای شوی یم نه د یو انسان لپاره. کله چې د هغه شخصیت ته تاوان رسیږي نو دی یې بده نه ګڼي ځکه چې ده له وړاندې خپل ځان خدای ته سپارلی وي. په ټولنیز ژوند کې چې کله څوک هغه ته نقصان ورسوي نو هغه یې پرواه نه کوي ځکه هغه د دنیا د ګټې لپاره نه بلکي د اخرت لپاره شرکت ورسره کړی وي.

 

ښکاره د چې د الله تعالی لپاره یووالی پخپله یو بېل طاقت دی د الله تعالی لپاره د یوځای شویو خلکو مزاج داسې جوړیږي چې هغه د اختلاف قاتل وي. دا ربانی مزاج د دې خبرې ضامن جوړیدی شي چې هیڅ یو اختلافی سبب د هغوی یووالی نه شي ماتولی، هغوی ټول اختلافات هېر کړي وي  او د یووالي په رسۍ کلک تړلي وي.

کله چې یو ځای د متحدو خلکو په ذهن کې خیانت پیدا شي نو د اتحاد او یووالي برکت هم ختم شي خیانت څه شی دی، خیانت دا دی چې یو ملګری د بل لپاره خیر خواه  نه وي او پردی یې ګڼي. کله چې د خلکو تر منځ دا رواني بدي پیدا شي نو د خلکو زړونه له یو بل څخه لیرې شي یو بل خپل نه ګڼي هغوی یو بل ته د شک په نظر ګوري. کله چې داسې وشي نو د یووالي ټولې خښتې وښویېږي او خپل منځي تړون یې ختم شي، دوی چې د یووالي په صورت کې  د ولاړو خښتو په څېر وو اوس د نړیدلو خښتو غوندې  دي د هغوی یووالی او طاقت دواړه ختم شي.

 

یووالی پیدا کول ډېر اسانه ده خو ساتل یی بیا خورا سخت کار دی، ځکه له یووالي وروسته خامخا په خپل منځ کې شکایتونه پیدا کیږي او له یوه نه بل ته نقصان رسیږي. اوس له خلکو سره دوه لارې وي یوه د خیانت لاره او بله د اخلاص لاره. کله چې د یوځای شویو وګړو تر منځ د خیانت مزاج پیدا شي نو د هغوی شکایتونه نور هم زیاتیږي تر دې چې یووالی ختم شي. ددې برعکس کله چې په خلکو کې د اخلاص مزاج وي نو هر شکایت اختلاف ته له رسیدو وړاندې ختم شي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close