د ژوند لارښود (پنځمه برخه)

لیکنه: مولانا وحید الدین

ژباړه: نعمان منلی

دوني بېلګه

     ونه د لوی څښتن په مخلوقاتو کې عجیب نظام لري ، د وني پيل له یوه کوچني نیالګي نه کیږي په دې نیالګي کې د وني ټول سیسټم په ډېر دقت سره ځای شوی وي،  کله چې هغه ته برابر حالات تیار کړل شي هغه د وني په شکل کې راڅرګند شي،  د نیال د کر ځای خاورې دي په کاڼي کې د هغه کرل ناشوني دي،  کله چې نیال په خاورو کې وکرل شي د الله جل جلاله ټول مخلوقات په هغه پورې داسې ونښلي ته وا دا ټول د دې نیال د روزني لپاره ګومارل شوي دي.

     نرمې خاورې د نیال د ریښو د غځولو لپاره غېږه پرانزي بې شمیره بېکټریاوي د هغه په بېخ کې راجمعه شي څو له فضا څخه نایټروجن رابېل کړي او د وني خوراک ته یې تیار کړي،  ځمکه خپل معدنیات او نمکیات په اوبو کې ګډ کړي او د وني ریښو ته یې ورسوي،  څو له دې لاري ونه په هغه سره وده وکړي،  له ځمکي نیولې تر لمره پورې ټول مخلوقات په خوځښت کې وي څو د وني لپاره مختلف موسمونه ، برانونه او هواوي برابري کړي او په دې توګه د نیال په وده کې مرسته وکړي.

      دا ونه بیا د الله جل جلاله له ټولو مخلوقاتو سره په مکمله توګه ځان یو غږی کړي،  د بېلګي په توګه که ونه له ځمکي نه اوبه اخلي نو په خپلو پاڼو کې د ځمکي لوندوالی او رطوبت هوا ته سپاري او ځمکي ته د باران په ورکولو کې له هغې سره مرسته کوي،  که ونه له ځمکي نه خوراک ترلاسه کوي نو د خپلو پاڼو، ګلانو او مېوو له لاري د ځمکي په زرغونتیا کې، ونډه اخلي،  که ونه له هوا نه کاربن ډآی ایکسایډ ترلاسه کوي خو د یوه بل ګټور اکسیجن په صورت کې یې بېرته هوا ته ورکوي.

     موږ وویل ځمکه له ټولو مخلوقاتو سره همغږې ده،  که څوک په تبجنو ګرمیو کې د سیوري په لټه کې وي د وني سیوري ته پناه وړي او ونه په خپل سیوري هیڅ بُخل نه کوي،  د وني په خوا کې تېریدونکیو  لارویانو ته ښه بوی او ښکلی منظر ورکوي .

       داراز د وني له لاري خلک ګڼ شمیر خوږې او ښکلې مېوې ترلاسه کوي او ان که څوک د وني د وهلو نیت وکړي د هغه تبر ته لاستی هم ونه ورکوي،  څو په هغه سره د وني لرګی د ځان د ګټي وړ وګرځوي. له دې هر څه سره ونه یو داسې مخلوق ده چې په ځمکه کې یې خپلې ریښې غځولې دي او په خپلو پښو ولاړه ده.

     ویل کیږي د وني نیمه برخه په ځمکه کې دننه وي او پاته نیمه برخه یې د باندې وي په ځمکه کې دومره ژوره تللې وي چې هیڅوک یې په اساني سره نه شي نړولی او د ځمکي پر سر یې دومره پلنه او ګوره تنه ښکاره ده چې بې له کومه خنډه له نورو مخلوقاتو خپله روزي اخلي.

      په قرانکریم کې مسلمانان له وني سره پرتله شوی دی، له دې موږ معلومولی شو چې مومن باید څه ډول صفات او خویونه ولري،  په مومن کې باید هغه صفات په انساني شکل کې موجود وي کوم چې په ونه کې په مادي جول کې شتون لري. ونه چې کوم کارونه په طبعي توګه کوي مسلمان یې باید په شعوري توګه ترسره کړي،  مومن باید په خپله اراده سره دا نړۍ داسې ښکلې او ښایسته کړي لکه وني چې د قدرت له نظام لاندې په جبري توګه ښایسته کړې ده.

     په ټولیزه توګه ونې له خاورو راپورته کیږي، د مسلمان ونه باید د روحانیت له رباني ځمکي راشنه شي،  یو د دنیا له مادي اجزاوو جوړیږي بل د اخرت له جنتي اجزاوو نه،  نورې ونې د مادي نړۍ ونې دي،  مومن د انساني نړۍ ونه ده، ونه وده کوونکی موجود ده، مومن هم وده کوونکی موجود دی، مومن هغه انسان دی چې د رباني فکر په اساس باید د دې وړ وګرځي چې ټول مخلوقات د ده لپاره د معرفت د سترخوان وګرځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close