د ژوند لارښود (څلرمه برخه)

لیکنه مولانا وحید الدین
ژباړه: نعمان منلی

مثبت سوچ کول

د لومړي دور مسلمانانو چې کومې بې ساري بریاوې تر لاسه کړې د هغو تر ټولو لوی راز دا دی چې د هغوی هر وګړی د پوره مثبت سوچ خاوند و. هغوی به په قران کې د سختي په ځای د اساني لټون کوه. هغوی به په ښکاره ماتې کې د بریا راز لټاوه. د هغوی لپاره دا پراخه نړۍ د مثبت خوراک دسترخوان وه. د مسلمانانو همدغه رویه نږدې تر زرو ۱۰۰۰ کالو پورې روانه وه.

په نولسمه پیړۍ کې چې کله مسلمان حکومتونه د غرب په لاس مات شول نو له هغه وروسته چې کوم مسلمان مشران را پورته شول هغوی د غبرګون او غچ اخیستنې په رواني حالت کې راګیر شول. هغوی د نوي دور مسلمان نسل په مخالفانه ذهنیت کې واچوه. د ټولې نړۍ مسلمانان خاص، او عام دواړه د محرومیت په احساس اخته شول. په دې نازکه تاریخي موقع باندې د مسلمانو مشرانو د غلطي نتیجه او پایله دا شوه چې مسلمانان په دې رواني حالت اخته شول چې په انګریزي کې ورته پیرانوئیا (paranoia) ویل کیږي.

په قرانکریم کې ویل شوي دي چې خلک د ګمراهۍ لاره وویني نو هغه غوره کوي او که هغوی د کامیابي لاره و ویني نو هغوی یې نه غوره نه کوي. ( الاعراف ۱۴۶)

دې ته په نورو ټکو کې داسې هم ویلی شو چې خلک منفي غږ ته په تیزۍ سره ورمنډې کوي مګر د مثبت غږ لوري ته داسې نه ورمنډې کوي. د دې سبب دا دی چې منفی خبره د حال په ژبه کې وي او مثبته خبره همیشه د راتلونکي په ژبه وي. او د تاریخ تجربه دا ده چې د مستقبل په ژبه پوهیدونکی همیشه ډیر لږ وي او د حال په ژبه پوهیدونکی همیشه ډیر وي.
په دې نړۍ کې د هر ډول ماتې راز په منفي فکر کې نغښتی دی او د هرې بریا راز په مثبت فکر کې دی. منفي فکر د هر ډول دیني او اخلاقي بدیو سرچینه ده او مثبت فکر د دې په مقابل کې د هر ډول دیني او دنیوي خیر سرچینه ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close