د ژونــد لارښـــود

ژباړه: نعمان منلی

بې ګټي خبرې

تاسو د بانک په ذریعه یو چا ته یو څه پیسې ورکول غواړئ او د پیسو لپاره هغه ته یو چیک ورکوئ، ستا د بانک په اکاونټ کې چې ستا د ورکړي چیک په اندازه پیسې وي نو هغه ګټه ور نه اخیستلی شي. کنه دا چیک هسې بې ګټی دی، ځکه چې د دې چیک په بنیاد بانک تا ته پیسې نه شي درکولی.

ستا د داسې چیک ارزښت یواځې د کاغذي پرزې برابره ده هغه د بانک د چیک ارزښت نه لري. داسې چیک ته د بانک په اصطلاح بې ګټي چیک (Dud Cheque) ویل کیږي.

کله چې ته یو چا ته داسې خبرې وکړې چې د هغې پر اساس هغه په تا پوري یوڅه امید وتړي، نو دا په دې معنی ده چې ګویا تا هغه ته یو چیک ورکړل، د دې چیک قیمت او رزښت هغه وخت ښکاره کیږي کله چې هغه سړی د اړتیا په مهال ستا د خبرو چیک نغد کول وغواړي. خو که ته عملاً له خپلو خبرو سره موافق ونه ختلې یعني خبرې دې له عمل سره تضاد لري، نو ګواکي هغه سړي ته ستا د خبرو ورکړی چیک تش الفاظ دي او شا ته د عمل پانګه نه لري.

کله چې په کوم قوم د زوال وخت راشي نو د هغه قوم هر وګړی د داسې بې ارزښته چیکونو وېشلو پاچا جوړ شي. اوس هر سړی داسې خبرې کوي چې د هغو په اړه دی جدي نه وي او د خپلو خبرو په اړه په ده کې داسې کلک هوډ نه وي چې دی به یې د اړتیا وخت کې عملي کړي او که نه. دا تشې خبرې او بې عمله ويناوي د قرانکریم د لاندې ایت مصداق دي.

هغوئ په خپلو ژبو باندې داسې خبرې کوي چې په زړونو کې یې نه وي. (آل عمران ۱۶۷) یعني داسې خلک په ښکاره لويې لويې خبرې کوي حالانکه هغوی په خپلو خبرو کې جدي او سنجیده نه وي.

دوی اصلاً د خبرو د عملي کولو هوډ نه لري، هغه د دې خبرو په مهال لا د هغو د عملي کولو اراده نه لري. دې چلند ته په قران کریم کې د منافقینو طریقه ویل شوې ده او د منافقینو په اړه په قرآن کې اعلان شوی دی چې منافقین به په جهنم کې تر ټولو په لاندې برخه کې وي. النساء ۱۴۵

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close