د ژینوا کانفرانس، د سولي هڅي، او د افغان منورینو مسولیت

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۷۲)

ټاکل سوې ده چي د نومبر پر ۲۷ او ۲۸ باندي د سویس د ژینوا په ښار کي د افغانستان د سولي په اړه یو ستر بین المللي کانفرانس تشکیل سي. د دې کانفرانس اساسي هدف به د افغانستان د سولي په اړه د نړیوالي ټولني همږغي او همکاري وي. ټاکل سوې ده چي پدې کانفرانس کي به د کابل رژیم د پخوا په شان د اداري فساد، ښه حکومتوالي، او شفافو انتخاباتو کاذبي ژمني هم وکړي. خو اصلي ټکی دا دئ چي د ژنیوا کانفرانس د مسکو فورمټ په مقابل کي یو عکس العمل دئ،‌ او د متحده ایالاتو د دپلوماسۍ ناکامي او وارخطايي ښيي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ژنیوا د کانفرانس اعلان د نومبر پر ۸ مه وکړ،‌ مانا د مسکو د بین المللي کانفرانس څخه فقط یوه ورځ مخکي. د مسکو کانفرانس د امریکا خارجه وزارت له څو کلني ټنډه خوب څخه راوېښ کړ، او سمدستي ئې اعلان وکړ چي د ژنیوا د کانفرانس د سبمالولو چاري به د امریکا د خارجه وزارت د مرستیالي مېرمن الیس ویلز په غاړه وي. د امریکا د بهرینو چارو د وزارت دا عکس العمل دا ښيي چي د مسکو فورمټ د امریکا لټ دپلوماتان سخت وار خطا کړي دي، او اوس غواړي چي د دې بین المللي رسوايي مخه ونیسي.

ځکه د مسکو کانفرانس دا وښوده چي روسیه غواړي د افغان د سولي ابتکار په خپل لاس کي واخلي، او غواړي چي امریکا په خپله لوبه کي ماته کړي. یو ستر بین المللي شرم ور واړوي. ټول عالم پدې ښه پوهېږي چي په افغانستان کي امریکا لوبه شروع کړې ده، خو پدې مسابقې کي د مسکو رو ګډېدل، د امریکا د ټمبلي دپلوماسۍ لپاره واقعا د خجالت خبره ده.

خیر په هر صورت، د نومبر پر ۸ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عجله اعلان وکړ چي خلیلزاد به سیمي ته استوي. افغانستان، قطر، او نورو ملکونو ته د خلیلزاد وروستي سفرونه ټول پر دې دلالت کوي چي د مسکو کانفرانس د واشنګټن لپاره یو ستر دپلوماتیکي پېغور او محرک سو.

په عین حال کي، د ژنیوا د نامه سره اکثره افغانان ښه پوره بلدیت لري. په ۱۹۸۸ کي په همدې ښار کي د ژنیوا د کانفرانسونو په نتیجه کي له افغانستانه د شوروي د قواوو د وتلو فیصله وسوه. هله خلیلزاد د امریکا د دپلوماتیک ټیم یو ځوان غړي وو. دغه راز، خلیلزاد د بن په کانفرانس کي هم د امریکا د دپلوماتیک ټیم یو مشر غړی وو چي په نتیجه کي د افغانستان لپاره یوه داسي ناکامه او مضره سیاسي لاره غوره سوه چي نن سبا د امریکا د بې عزتۍ او مطلقي ماتي سبب سوې ده.

د مسکو، قطر، کابل، او ژنیوا له غونډو څخه دا په ډاګه څرګندېږي چي امریکا د افغانستان څخه د وتلو په حال کي ده، او غواړي چي د خپلو قواوو د خروج لپاره په اصطلاح یوه د وړو پزه جوړه کړي.

اوس نو، پدې برخه کي افغان مستقل منورین او نخبه ګان څه کولای سي؟ د افغان مدني ټولني وظیفه او مسولیت څه دئ؟ څرنګه باید د افغانانو له ملي ګټو څخه دفاع سوي؟

څرګنده خبره دا ده چي د اول ژنیوا په مذاکراتو کي د افغان ملت رشتین استازي نه ول، او هله د ملګرو ملتونو په وساطت په ۱۹۸۲ کي د پاکستان او کابل رژیم د استازو تر مینځ خبري شروع سوې،‌ او بالاخره په کال ۱۹۸۸ کي یوه داسي نتیجه تر لاسه سوه چي سراسر د افغانان په زیان تمامه سوه، او فقط د شوروي د اشغال د ختمولو سبب سوه.

لدې تاریخي اشتباهاتو څخه یو د عبرت درس دا دئ چي هر هغه ملت چي خپل برخلیک د خارجیانو په لاس ورکړي، هغه ولس به بالاخره پښېمانه سي. د سختو مشکلاتو سره به مخامخ سي. او په آینده کي به له سترو سیاسي چنلجونو سره مخامخ وي.

لنډه دا چي دا د افغان مستقلو منورینو او نخبه ګانو وظیفه ده چي له تاریخ څخه پند واخلي، او دېته اجازه ور نه کړي چي بیا له یو غاره څو ځله وچیچل سي.

له عیني شرایطو څخه داسي ښکاري چي امریکا او خلیلزاد غواړي چي یو کرت بیا د ژنیوا او بن ناکامي او زیانمني تجربې تکرار کړي. د افغان ولس برخلیک د امریکا په حمایت د مافیا باسانو او چاقبرانو ته تسلیم کړي. د افغان ولس برحقه غوښتني نادیده ونیسي، او صرف خپله تاریخي ماته ماست مالي کړي.

افغان منورینو ته زما سپارښت دا دئ چي پدې برخه کي بې تفاوته پاته نه سي. د ژنیوا د کانفرانس مخکي د ځینو غونډو او کانفرانسونو په ترڅ کي خپلي اندېښنې څرګندي کړي، او پر افغان ولس باندي ږغ وکړي چي د عمل وخت رارسېدلی دئ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close