د ښار جوړونې وزیر او څلورو مرستيالانو يې استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۳) د افغانستان د ښار جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري او څلورو مرستيالانو يې نن د چهارشنبې په ورځ استعفا ورکړه.

د ياد وزارت ويانده نيلوفر لنګر د نوموړي استعفا تاييدوي وايي چې د ولسمشر له لوري هم د هغه استعفا منل شوې ده.

د نيلوفر په خبره، نادري د خپلو شخصي دلايلو پر اساس استعفا ورکړې، يو مرستيال يې تقاعد شوی او د څلورو نورو د دندې موده پوره شوې ده.

انجنیر روښان ولسمل د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

خو تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي و چې ښاغلی نادري او څلور مرستيالان يې د ارګ له لوري استعفا کولو ته اړ شوي دي.

منصور نادري د ډاکټر عبدالله له پلويانو څخه و چې د ۲۰۱۴ کال په پيل کې يې د وزير په توګه دنده پيل کړه او د ګډ حکومت په ويش کې دغه وزارت د اجرائيه رياست په برخه رسېدلی و.

څو ورځې مخکې ولسمشر غني د ډاکټر عبدالله د ډلې يو بل غړی “د اوبو او انرژۍ وزير” علي احمد عثماني هم له دندې ګوښه کړ خو اجرائيه رياست له دندې د هغه ګوښه کېدل ونه منل او لا هم پر خپله دنده پاتې دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close