د ښایسته نومونه اثر ( دریمه برخه)

ژباړه : همایون عیسی خیل

الله جل جلاله ته خوښ نومونه

حضرت ابو وهب رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: ( د پیغمبرانو په نومونو سره نومونه ږدئ ، الله جل جلاله ته خوښ نومونه عبدالله او عبدالرحمن دي او خوږه نومونه حارث او همام دي او ډېر ناخوښ نومونه حرب او مرة دي )
د ( الله ) لفظ د خدای جل جلاله ذاتي نوم دی ، په اسلام کې رحمن د الله جل جلاله ذاتي نوم ندی ، البته د اسلام نه مخکې په ځینو قومونو کې رحمن د الله جل جلاله ذاتي نوم و ، له دې امله د رحمن نوم دالله جل جلاله له نورو صفاتو څخه فضلیت لري .
په حدیث شریف کې د دې دوو نومونو ( عبدالله او عبدالرحمن ) ذکر کولو مطلب دا ندی چې بس همدا دوه نومونه دې کېښودلی شي او همدا دوه نومونه الله جل جلاله ته خوښ دي ، ممکنه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دوه نومونه پدې خاطر ذکر کړي وي چې په قرآن مجید کې د عبد اضافت سره همدا دوه نومونه راغلي دي .
حارث : هغه سړي ته ویلی کیږي څوک چې دهقاني ( کرونده) کوي ، که هغه په حلالو اسبابو سره دولت ګټي بیا هم غوره ده او که د آخرت په ګټلو کې بوخت وي بیا خو ښکاره خبره ده چې څوک ترې غوره نشي کیدای .
همام : د پخې ارادې خاوند ته وایي ، څوک چې د یو کار نه وروسته په بل کار پسې کیږي .
حرب : جګړې ته ویلی کیږي او ښکاره خبره ده چې جګړه ښه کار ندی .
مرة : تروش شي ته ویلی کیږي او تروش شی زیاتره ښه نوي .
په ښایسته نوم سره نیک پالي
حضرت یحی بن اسعد رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې اوښې د لوېشلو په اړه وپوښتل :
( هغه اوښه به څوک ولوېشي؟ یو سړی پاسېده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ستا نوم څه دی ؟ هغه ورته وویل زما نوم مرة دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل کښېنه . بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه اوښه به څوک ولوېشي ؟ یو سړی ولاړ شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ستا نوم څه شی دی ؟ هغه ورته وویل زما نوم ؛ حرب ؛ دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل کښېنه ، بیا یې وویل دغه اوښه به څوک ولوېشي ؟ یو سړی ولاړ شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ستا نوم څه شی دی ؟ هغه ورته وویل زما نوم یعیش دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ښه ویې لوېشه )
همداسې یو حدیث امام بخاري رحمة الله علیه پخپل کتاب کښې رانقل کړی دی :
( رسول الله صلی الله علیه وسلم له خلکو څخه وپوښتل ؛ زمونږ دغه اوښه به څوک بوځي ؟ یا یې دا وویل څوک به یې ورسوي ؟ یو سړي وویل زه ( زه به یې بوځم ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: ستا نوم څه دی ؟ هغه ورته وویل زما نوم دا دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل کېښنه . بیا بل کس د دې مقصد لپاره پورته شو . رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه هم د نوم وپوښتل ستا نوم څه دی ؟ هغه ورته وویل : زما نوم دا دی . نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : کښېنه بیا درېیم سړی پاسېده ، له هغه څخه یې هم د نوم پوښتنه وکړه ؟ هغه ورته وویل زما نوم ناجیه ده . نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ته د دې کار لپاره مناسب یې ).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close