د ښایسته نومونو اثر ( څلورمه برخه )

ژباړه : همایون عیسی خېل

د حضرت عمر رضی الله عنه یوه لطیفه
حضرت عمر رضی الله عنه له یو سړي څخه وپوښتل ، ستا نوم څه شی دی ؟ هغه ورته وویل ؛ انګار ؛ بیا یې ترې وپوښتل ستا د پلار نوم څه شی دی ؟ هغه ورته وویل شغله ، بیا یې ترې وپوښتل له کومې قبېلې څخه یې ؟ سوزیدونکي ، بیا یې ترې وپوښتل ستا ځای چرته دی ؟ ویې ویل : د اور په ګرمه غونډۍ باندې ، ترې ویې پوښتل : د اور په کومه غونډۍ ؟ هغه ورته وویل : د اور لمبو په غونډۍ باندې، چې کله یې دا خبره واورېده نو عمر رضی الله عنه ورته وویل زر کور ته ولاړ شه ، د کور دې خبر واخله هغوی ټول سوځی‍‍‍‍دلي دي ،( کله چې کورته ولاړ ) همغسې وشول لکه څنګه چې حضرت عمر رضی الله عنه ورته ویلي وو.( جمع الفوائد )
د نوم احترام
حضرت ابو رافع رضی الله عنه وایي چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ویلي دي : کله چې تاسې د یو چا نوم محمد کېږدی نو هغه مه وهئ او مه یې محروموئ . ( جمع الفوائد )
او حضرت انس رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي :
( تاسې د ځامنو نومونه محمد هم ږدئ او بیا پرې لعنت وایی او ملامت کوی یې هم ! .)
یعنې د دې نوم په احترام کې له ځامنو سره بده رویه مه کوئ . بې له دې هم د ځامنو سره بده رویه منع ده او که چرته د کمکي نوم محمد وي نو باید لا زیات احترام یې وشي ځکه چې د دې نوم احترام هم ضرور دی .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم انتخاب کړي نومونه :

۱ـ د حضرت عبدالله بن سلام رضی الله عنه ځوی حضرت یوسف وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زما نوم یوسف کېښود ، زه یې په خپله غېږه کې کېښنولم او زما په سر یې لاس راتېر کړ .( الادب المفرد )
۲ ـ حضرت ابوموسی رضی الله عنه وایي کله چې زما لومړی ځوی پیدا شو نو ما هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواته یووړ . نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه نوم ابراهیم کېښود ، خرما یې وچوبله او په خوله کې یې ورکېښوده ، د خیر او برکت دعا یې ورته وکړه او بیا یې ماته راکړ . ( الادب المفرد )
۳ ـ حضرت علي کرم الله وجهه هم د خپلو درې واړو ځامنو نومونه حرب کېښودلي ول، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی نومونه په حسن ، حسین او محسن سره بدل کړل .
نوم بدلول
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د نومونو زیات خیال ساته ، کله به چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته داسې نوم راغی چې هغه به د یو ا ړخه بد و نو هغه به یې بدل کړ او بل ښه نوم به یې پرې کېښود . رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډېرو ښځو او سړیو نومونه بدل کړي دي او پر ځای یې ښه نومونه ایښي دي . که د چا نوم به د توحید عقیدې مخالفه معنی درلوده یا به بې معنی و او یا به د بد شي نوم و یا به غلطه معنی پکې پراته وه یا پکې خپل ذات طرف ته د بدي نسبت کېده یا به پکې د خپلې لویي او پاکوالي څرګندونه کېده او یا به یې بل کوم بد اړخ درلود نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به بدل کړ او پرځای به یې ښه او ښایسته نوم کېښود .
حضرت عایشه رضی الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به خراب نومونه بدلول . ( جامع الترمذي )
نور بیا.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close