د ښوونې په وزارت کې دجګړې وزارت

سرليکنه—

د نړۍ په ټولو هېوادونوکې دخپلوخپلو وزارتونو کاري اصول اوکاري چوکاټ موجود وي چې د هغې له مخې هر وزارت په خپل چوکاټ کې کارکوي، د هر وزارت کاري مسیر څرګند وي خو په افغانستان کې بیا د نړېوالواصولوپرخلاف ډیرڅه روان دي چې یو يې د ښوونې او روزنې وزارت دی چې د دفاع نه بلکې د جګړې د وزارت فعالیتونه پکې سرته رسیږي.

د مخه به په هېواد کې د دفاع اوکورنیو چارو وزارتونو پولیسو ته په یوشمیر ښوونځیو کې پوځي مرکزونه جوړول خو اوس د پولیسو د مرکزونو څخه خبره دې ته ورسیده چې د ښوونې او روزنې وزارت د جګړې په وزارت بدل شو، دهېواد په ۴۳سلنه ښوونځېو کې پوځ خپل مرکزونه جوړکړي دي، د زده کوونکو پرځای پکې پوځ ځای پرځای شوی او دکتابونو پرځای ورته پوځی اکمالات کیږي.

دا مهال د هلمند،فراه،ارزګان او د ننګرهار د ځنیو ولسوالیو په شمول په ۱۶ولایاتوکې له ښوونځیو څخه پوځی مرکزونه جوړشوي دي، په یادو ولایاتو کې د زده کوونکوپرمخ ښوونځي تړلي او ځوان نسل له زده کړو محروم دی چې ورځ په ورځ په هېواد کې بې سوادي د جګړې دوام ته زمینه برابروي.

د پوهنې وزارت یواځې په دوو هلمند او اروزګان ولایاتو کې د ۶۷ ښوونځیوڅخه د پوځي مرکزونوجوړولواعتراف کوي خو که د نورو ولایاتو ښوونځي ورسره وشمیرو د هېواد په ۴۳سلنه ښوونځيو کې پوځي مرکزونه جوړشوي دي.

د پوهنې وزارت په دې هم اعتراف کړی، هغه سیمې چې د طالبانو په کنترول کې دي په هغوسیمو کې له ښوونځیو طالبانو خپل جنګي مرکزونه جوړکړي دي چې دا اعتراف په هېواد کې خپله د پوهنې د وزارت پرځای د جګړې د وزارت جوړولو مانا ورکوي.

د یوې خوا له ښوونځيو د پوځي مرکزونو جوړول او د بلې خوا کوم ښوونځي چې د زده کوونکوپرمخ خلاص دي په هغې کې استادانو ته په میاشتو میاشتو معاشونه،نه دي ورکړل شوي استادان اړ دي چې په ښوونځیوکې د درس پرځای د خپلو اولادونو د رزق ګټلولپاره نورې لارې غوره کړي او هغه ښوونځي چې د ښوونځيو په څیر پاتې دي د استادانو د معاشونو د نه ورکړې له امله به په پوځي مرکزونو بدل شي.

د هیواد په یادو ولایاتوکې د پوهنې دروازې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي، د ښوونې او روزني له وزارته د جګړې وزارت جوړ دی په داسې حالاتوکې به ښوونکي او زده کوونکي چې ښوونځي يې په جنګي مرکزونو بدل وي کوم ځای ته ولاړ شي .

په روزګان ولایت کې یو شمیر دولتي او نادولتي وګړي طالبان ګرموي چې په ولایت کې يې ښوونیز مرکزونه په جګړه ییزو مرکزونو بدل کړي دي، خوپه حقیقت کې ګرم حکومت دی چې یواځې په روزګان ولایت نه بلکې د هېواد په اکثرو ولایاتوکې حکومت له ښوونځیو پوځي مرکزونه جوړکړي او د ښوونې او روزنې وزارت يې له ښوونیزو مرکزونو څخه د پوځي مرکزونو په جوړولو د جګړې په وزارت بدل کړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close