د ښځو حقوق او د نجونو جنازې

عبدالصبور خان

په افغانستان کې د امريکا د جګړې د دوام نور بې شمېره لا ملونه هم شته، خو يو څو لاملونه چې د هغو له جملې د ځوانانو حقوق، د ښځو حقوق، ښځو ته په حکومتي ادارو کې د کار حقوق، ښځو ته په ازاده ديموکراسۍ کې د زده کړې حقوق، ښځو ته په اقتصادي لحاظ د کار او سوداګرۍ هر هیواد ته د نارينه په توګه د سفرونوحقوق او … چې افغان ولس یې د ډالرو په زور په بدبختيو خو د غربيانو په وينا ښې راتلونکې ته سترګې په لار کړی دى.

امريکايي رسنيو پخپله درې مياشتې د مخه ليکلي و چې په افغانستان کې روانه جګړه نه يوازې د افغانانو بلکې پخپله د امريکا په تاوان هم روانه ده، چې سره د ډالرو په باران چې په افغانانو اوري، بيا هم هغه څه يې ترلاسه نه کړل د کوم لپاره یې چې په پلان کې نيولي وو.

د امريکا پاليسي دا ده چې پر هر هیواد یې بريد کړی او يا یې ورسره د دوستۍ مزي غځولي، وايي يو څه او کوي بل څه؛ ځکه خو په افغانستان کې د امريکا پر خلاف ورځ په ورځ ذهنيت بدليږي، هغه څه چې امريکا لومړى او بيا څلور کاله د مخه ويل او يو شمير افغانانو ته يې د ډير څه تمه ورکړې وه، هغه يې تر اوسه نه دي کړي، امريکا  افغانستان سره په يوه او بل نوم په ميلياردونو ډالر په ښکاره مرستې کړې دي، خو همغه شوې ښکاره مرستې يې په پټه توګه د يو شمير لوړ پوړو چارواکو په ملتيا بيرته له افغانستانه استلې دي.

امريکا په افغانستان کې د امنيت په نوم غږ پورته کړی، خو امنيت پخپله امريکايي پوځونو له منځه وړی دى. د بشر د حقوقو په نوم د غربي رسنيو په ليکنو مبارزه کوي، خو د بشر حقوق پخپله امريکايي هوايي او ځمکنيو پوځونو تر پښو لاندې کړي دي. د ځوانانو د حقوقو په نوم یې غير افغاني تهذيبي انجوګانې جوړې کړې دي، د همغو انجوګانو په وسيله امريکا په افغانانستان کې د ځوانانو حقوق تر پښو لاندې کړل.

له اسلامي تهذيب او اسلامي اصولو ناخبره يو شمير افغان ښځو ته یې د ښځو د حقوقو په نوم د انجوګانو په جوړولو په پراخه کچه کار شروع کړی، چې  د ډالرو په زور هر کال په لوړه بيه هوټلونو کې غونډې کوي.

 هغه تمې د ښځو د حقوقو په نوم افغاني ښځو ته ورکوي چې پخپله یې امريکايي ښځو ته هم نه دې ورکړې، خو هغه ښځې چې د ښځو د حقوقو په دام کې راګيرې کړي او په تبليغاتو یې د هغوی ذهنيت د اسلام او افغاني ټولنې پر خلاف بدل کړي، د هغوې په لوڼو يا لورګانو یې د ميدان وردګو د جغتو په ولسوالۍ کې  د ١٢ تنو ملکي وګړو په شهادت او د اتوکم عمره نجونو په جنازو د کربلا پيښه تازه کړه.

د امريکا او په کابل کې جوړ د امريکا غلام حکومت او د ښځو د حقوقو د دعوه دارو د هوايي ځواکونو لخوا په ميدان وردګو ولايت کې د جغتو په ولسوالۍ د ملاحافظ په کلي کې د (١٢ تنو شهادت) يادونه کوم، چې په ماشومانو کې اته نجونې هم د بشر او د ښځو د حقوقو دعوه دارو شهيدانې کړې، هغه دعوه داران چې هر کال د ښځو په نوم سيمينارونه جوړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما په خپله خبرپاڼه کې ویلي: د تېرې یکشنبې په ورځ د وردګو ولایت جغتو په  ولسوالۍ کې د حکومت پلوو ځواکونو بمبارۍ کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي، خو تر ټولو لويه غميزه دا ده  چې ټول وژل شوي ولسي وګړي ښځې او ماشومان دي، چې په وژل شوو ماشومانو کې يې اته تنه هغه نجونې دي چې عمر يې له شپږو تر ١٥ کلونو پورې وو.

په روان کال کې چې ناټو او افغان هوايي ځواکونو ته په خپله خوښه د بمبار واک او اختيار ورکړل شوی دی، تر تېرو ټولو کلونو زياته مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اړول شوې، چې يوناما يې زياتوالى (٥٢) سلنه ښوولی. اما له ښوول شو سلنې زياته مرګ ژوبله د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ولسي وګړو ته اوښتې ده.

که امريکا په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په نوم له کورونو د هغوى د ماشومو نجونو جنازې وباسي؛ نو لیرې نه ده چې د ډالرو او تبليغاتو په زور بې لارې شوې ښځې يې پر خلاف پاڅون وکړي او د خپلو نجونو د شهادت د پوښتنې په نوم د ښځو د حوقوقو د ادارې ګرېوان ته لاس ورواچوي.

په افغانستان کې هغه وخت وير او ماتم جوړ شو چې د روسانو په څېر امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او له هرې سيمې او ښارونو يې په يوه او بل نوم جنازې پورته کړې. اما د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د ماشومانو په جنازو کې د اتو کم عمره نجونو جنازې هغه څه دي چې د ښځو د حقوقو په نوم د امريکا له تبليغاتو او جناياتو يې پرده پورته کړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close