د ښځو د حقونو د احيآ په هکله داسلام بنسټيز اقدامات

کابل ټکی کام  ۶ سرطان ۱۳۹۴

 لیکوال: حافظ

اسلام نه وړاندې عصرونو کې د ښځو حالت: موږ په دې عقيده يو او باور لرو چې ښځې ته د هغوى حقه حقوق يوازې د الله جل جلاله له خوا ورکړل شوي چې هغه الله د ټول عالَم پيداکوونکي دى لکه څرنگه چې د نورو عالميانو د حقونو په اړوند هغه د خير او مصلحت نه ډک احکام او فرامين را استولي نو د ښځو حق، خير، مصلحت، راحت، او خير خواهي هم موږ هغه گڼو چې الله جل جلاله د خپل رښتيني استازي په ذريعه بيان کړي چې د هماغه ارشاداتو، تعليماتو په نتيجه کې يې د ښځو د حقوقو او سوکالي يوه واقعي عملي نمونه هم وړاندې کړې ده نو له دې امله په جرئت او صراحت سره ويلاى شو چې کوم حق شريعت اسلامي په واقعيت سره ښځو ته ورکړى د هغه مثال او نمونه نه پخوانيو غير مسلم متمدنه ټولنو کې ليدل شوې او نه يې هم اوسني عصري او متمدن هيوادونه  ورکولاى شي. نو له دې امله موږ خپله دغه دعوه په ډېر مختصر طريقې سره د يوې لنډې مقايسې په صورت کې وړاندې کول غواړو چې ښځو باندې مخکې له اسلام نه کوم کوم ظلمونه کېدل او اوسنى د ښځو د حقوقو علمبردران د ښځو د خيرخواهۍ په شکل کې له ښځو سره کومه جفا کوي نو بيا به دېته راشو چې اسلام ښځې ته کوم حقونه ورکړي دي نو تر ټولو د مخه په سابقه ملتونو کې د ښځې په حيثيت او حالت بحث کوو. ·        له اسلام نه مخکې ښځه بنيادم نه گڼل کيده: د جاهليت د زمانې ټولو ملتونو ښځې ته د استعمال د يو څيز حيثيت ورکړئ وه، د څارويو په شان به پلورل کيدې د خپل واده ښادۍ کولو هېڅ اختيار ئې نه درلودلو، د دوى واکمنو به چې چا ته ورپه غاړه کړې د هغه نه بغير بله چاره ئې نه وه، د خپلوانو په ميراث کې د هغوى څه برخه نه وه، بلکې د نورو شيانو په څير به دوى د نارينوو په ميراث کې راتلې او د نرانو ملکيت (مال دولت) به گڼلاى شوې، د دوى په ملکيت او قبضه کې به هيڅ نه وه او که په کوم نوم به څه وه هم، نو د نارينوو د اجازې څخه پرته ئې په دغه مال کې څه دخل نشو لرلاى د دې خاوند ته پوره اختيار وه چې د دې ښځې مال ئې په څه ډول چې غوښتلاى په هر ځاى کې لګولاى شو، او هغې به لږ نه لږ د پوښتنې حق هم نه درلود، تر دې چې په ځينې غربى ملکونو کې [چې ترقي يافته بللاى شول] ځينې خلکو به بنيادمه هم نه گڼله په دين او مذهب کې د ښځې څه برخه نه وه نه دېته د عبادت کولو څه حق وه او نه به د جنت حقداره گڼلای شوه، د روما په ځينو مجلسونو کې دا فيصله په مشورې سره وشوه چې دا يو پليت حيوان دۍ ديو پلار دپاره به دا جائز گڼلاي شوه چې هغه خپلې ژوندي لوڼې په ځمکه کې خښې کړي بلکې دا عمل به د عزت نښه او د شرافت معيار گڼلای شو، د ځينې خلکو دا نظر وه چې د ښځې په قاتل خو نه څه قصاص شته او نه ديت، او د مړ شوي خاوند سره به د هغه ښځه ژوندۍ په اور سوځولاى شوه. د رسول کريم r د ولادت با سعادت نه وروسته او د نبوت څخه ئې وړاندې په ٥٨٦ء کې فرانسي د ډېرو اختلافاتو نه پس دا قرار داد منظور کړ په هغې کې صرف دومره ومنلاى شوه چې ښځه يوه بنيادمه ده، مگر د سړى د خدمت دپاره ده، او دا ئې هم بيا په ښځو لوى احسان وگڼلو[1] ·        ښځه د پخوانې روم د قانون په نظر کې: د روميانو په قانون کې ښځه د پلار زوى او ميړه محتاجه وه، د خپل تمدن په دور کې هغوى په دې نظر وه چې نه د ښځې زولنې ماتېدلای شي او نه هم د هغې له څټ نه زغ کوزېدلاى شي، لکه کاټو به چې ويل په روم کې ښځې له دغه بنديزونو څخه هغه وخت آزادې شوې چې کله د نافرمانۍ له امله رومي غلامان آزاد شول او د ښځې قابو کول نا ممکن شول. په مصريانو کې د افراط او جذباتو له کبله د اولادونو او ښځو په هکله غلط تأثر پيدا شوۍ وه چې هغوى سره ئې د کرکې معامله کوله له دنيا سره د بې رغبتۍ له امله ئې ښځه ناپاکه بلله او ښځه ئې د ګناهونو منشا بلله، په مينځنى ختيځ کې د منځنيو پيړيو په دوران کې حتی ځينې لويو پوهانو د ښځې د فطرت په باره کې فکر کاوه او دائې معلومول غوښتل چې ښځه بې روحه بدن دۍ او يا هم روح لري؟ زياتره ئې په دې نظر وه چې هغه سم او نجات والا روح نه لري يوازې حضرت مريم u  ده چې داشان نه ده ·        د ښځې په هکله د چينايانو نظر: پخواني چين چې د بېرته پاتې ټولنې په نسبت متمدن بلل کېده د هغوی په قانون کې په ډاګه سره بيان شوۍ وه چې ښځه د نړۍ د شيانو له جملې نه چې هېڅ ارزښت نه لري هغه ښځه ده، نو په دې اساس د سپکاوي او ذلت کارونه بايد ښځوته وسپارل شي، د تحقير تذليل او ستونزمنو کارونو دپاره ډېره مناسبه ده. ·        د ښځې په باره کې د وخت د متمدنې ايتاليا نظر: په لرغوني او متمدنه اتاليا کې ښځو صرف د کور د معمولي خدمتګارانو او وينځو حيثيت درلود د بل چا نوکره او خادمه وه، دا حق ورته نه وه حاصل چې د کور د يو شريک غړي په څېر په فرش کېني. ·        د ښځې په اړوند بودائي مذهب نظريه: د دائرة المعارف ليکوال د يوه بودائي عالم قول را نقل کوي وائي: چې د ښځې فطرت د اوبو د کب په څېر ده د غلو په شان حيله ناکه ده، او له هغې څخه د رښتيا ؤ هېڅ هم نه محسوسيږي. ·        د ښځوپه باب د هندو دهرم فيصله: د هندو قانون فيصله لکه څرنگه چې ډاکترګستاؤلې بان ليکلې: دا وه چې هندو قانون وائى چې تقدير، طوفان، مرگ، دوزخ، زهر او زهرجن مار دا يو هم دومره خراب نه دي لکه څومره چې ښځه ده[2]   بل ځاې ئې ليکلې مشرقي طبيعتاً څومره فلسفي ده هغه هم په دې نظر ده چې د ښځې په طبيعت کې بې داسې بې وفائې ده لکه د مرغۍ په طبيعت کي چې الوتل دى[3]. په هندي ټولنه کي د مانو قانون پوهانو د ښځو د حقوقو په اړوند د قانون په ١٢٧ ماده کې داسې ليکلې دى: ښځه هېڅ کله نشي کولاى د خپلې غوښتنې سره سم کارونه تر سره کړي که څه هم چې دغه کارونه کور او فاميل سره تعلق ولري، هندوان د دغه قانون په اړوند داسې وائي: کله چې مانو د ښځو جنس پيدا کړ نو په هغو ئې يوازې د شهواني غرائزو د رفع کولو مينه او محبت فرض وگرځول، او دا به ئې هم ويل: چې ښځې له عفت او کرامت څخه ليرې پيدا شوي دي له دوى سره بايد تل بد چلند وشي. په هند کې د مانو په شريعت کې د پلار، خاوند يا دواړو په مرگ سره له زوى نه بغير د ښځې دپاره مستقل حق نه وه او د دې ټولو له مرگ نه پس د خاوند له کوم نژدې خپلوان سره د هغې اړيکې ضروري وې، هغه هېڅ کله هم خود مختاره کېداې نشوه، د هغې په حق زښت زيات تجاوز کېده، له مېړه پرته د هغې څه ژوند نه وه، د مېړه د مرگ په ورځ د هغې مرگ او د هغه د سوخت په لرگيو باندې د دې سوځول هم ضروري وه، دا مخکينى رواج د برهمنې له متمدنې زمانې څخه تر اوولسمې پيړۍ پورې په خپل حال پاتې وه اوله هغه وروسته د مذهبي حلقو د خوښې په خلاف پاىته ورسيده.[4]   د هندو مذهب د ښځو په باب د نظرياتو په هکله دائرة المعارف ليکلي: چې په برهمنيزم کې واده زيات اهميت لري، هر سړى بايد واده وکړي خو د منو د قانون له مخې ميړه د ښځې د سر تاج دي داسې عمل بايد ونکړي چې خاوند ئې پرې خفه شي، که هغه له پرديو ښځو سره اړيکې ولرى او يا مړ شى بيا به د بل ميړه هڅه نه کوى او که ئې بل چا سره واده وکاوه بيا له جنت څخه محرومه شوه، ښځه د نافرمانۍ په صورت کې د سختې سزا مستحقه ده، تل دپاره محکومه او آزادى هيڅکله هم نشى تر لاسه کولاې.  (يونيورسل آف دې ورلډ) د هندپه باره کې ليکي دښځې پيدا کونکۍ منو هغې ته خپل کور، بستره، مينه، د گاڼې سره مينه، شر، غصه، بې ايماني او خراب عادتونه ورکړل، ښځې دومره بدي دي لکه دروغ چې بد دي، چون د ښځو په فطرت کي د نارينه د منحرف کولو ماده پرته ده نو له دې امله پکار ده چې هوښيارو ښځو ته هم سړى بيدار واوسيږي، ښځه د ماشوم د زيږولو نه بغير د بل شي دپاره نه ده پپدا شوې، ښځه د خرابيو چينه ده، جنت نه بندوونکې او دوزخ ته بلونکې ده[5] ·        د ښځې په هکله د حمورائي مذهب نظرېه د حمورائي په شريعت کې ښځه بې گټې څاروى بلل کيده، د هغه په نظر کې د ښځې حيثيت له دينه معلوميدلاى شى: چې د دې مذهب له حکم له مخې که به پلار کومه نجلۍ ووژله لور ئې د مقتول ورثۀ ؤ ته ورکول ضروري وه چې يائې ووژنې او يا ئې هم وبخښى، په لرغوني يونان کې ښځې له ټولو حقوقو آزاديو څخه محرومې وې، هغوى به په داسې اوچتو کورونو کې ساتل کيدې چې له لارې نه به ډيره فاصله کې وه او په دروازو کې به ئې محافظين ناست وه، په لويو يونانى ښارونو کې داسې محفلونه جوړولاې شو چې هلته به ښکلې ښځې په کې نڅول کيدې، د دې مطلب دپاره چې د خلکو خپلو ښځو څخه نفرت وشي. مهذبو مجلسونه کې به ښځو برخه نشو اخيستلاى ځکه نو د فيلسوفانو په مجلسونو کې به ښځه نه تر نظر کيدله، ارسطو به دسپارتا په خلکو اعتراض کولو چې هغوى د خپلو ښځو سره ښه چلند کوي او هغوى خپلې ښځې د طلاق ميراث او خپلواکۍ په هکله حقوق ورکړې دي چې له دې کبله هغوى اوچته مرتبه حاصل کړيده، د سپارتا د زوال دپاره وجه هم هغوى ته آزادي ورکول گڼل کيږي.. نور بيا – See more at: https://kabull.com/Deeni_Malomat_Details.php?seerat_details=10#sthash.F1MOv193.dpuf

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close