د ښځو پر وړاندې په زور زیاتي او جنسي زورونه کې ښکیل اړخونه

 راپورتاژ: ډاکټر مقدس

له تېرو دوو ورځو راهیسې په هیواد کې د ښځو سره د همکارۍ ښودلو په موخه د مختلفو عنوانونو لاندې یو لړ غونډې وشوې، چې په کې د ښځو پر وړاندې پراته خنډونه او زورونې په ګوته شوې.

پرون هم د ښځو په اړه غونډه، نن هم د ښځو په اړه غونډه او ټاکل شوې سبا د نومبر میاشتې په ۲۵ نیټه په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړلس ورځنی کمپاین پیل شي.

دا چې له رسنیو څخه د ښځو پر وړاندې د جنسي زورونې پيښې په بار بار اورو لامل یې څه دي؟ ولې تر بل هر وخت او هر دور اوسمهال په هیواد کې ښځې د جنسي زورونې او له یو لړ نورو زورونو سره مخ دي؟ د ښځو په جنسي زورونه کې تر ډيره کومې خواوې ښکیل دي؟ دا او دې ته ورته نور ځوابونه په دې لیکنه کې موندلای شۍ.

پرون د چهار شنبې په ورځ د ښځوسره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړيوالې ورځې په مناسب د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني په ګډون په ارګ کې غونډه جوړه شوې وه، چې د هېواد د لومړۍ میرمنې، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیماسمر سربېره په کې یو شمېر دولتي چارواکو او په کابل کې میشت د سیاسي چارو شنونکي ګډون کړی و.

جمهور رئیس غني د غونډې ګدون ته وویل: ښځو سره د تاوتریخوالي په ضد مقابله، هم زموږ اخلاقي مسوولیت دی، هم قانوني دنده او هم دیني وجیبه او انساني اړتیا ده، چې زموږ لوڼې زموږ زامنو سره له خوښیو ډک ژوند ولري.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وویل، لا هم په دولتي ادارو کې له ښځو سره تاوتریخوالی کیږي او دا کار په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون د مخنیوي لامل شوی دی.

د نوموړي په وینا، دا مهال د زنداني ښځو شمېر نږدې ۹۰۰ دی او په هر فرمان کې مې د ښځو لپاره عفوه غوښتې ده. هغه زیاته کړه: قضايي اداره دې نتیجې ته رسېدلې چې د ښځې یو کال حبس د نارینه دوه کاله حبس ګڼل کېږي.

په غونډه کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي په اړه د ښځو چارو وزارت فعالیتونو په اړه وویل: د ښځو چارو وزارت کې ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۳۷۲قضیې ثبت شوي دي چې ۸۷۴قضیې د منځګړیتوب او پخلاینې له لارې حل شوي دي، ۱۱۸قضیې د ولایتونو په استناف محکمو کې څیړل شوي دي، ۲۲۸قضیې د ولایتونو په ابتدايي محکمو کې څیړل شوي او پاتې نورې قضیې په عدلي او قضايي ارګانونو کې خپل پړاوونه وهي.

ورپسې نن پنجشنبه (لیدۍ ۴مه) د افغانستان د دولتي ادارو ترمنځ د “ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو کمپاین” هوکړه لیک لاسلیک شو.

ددې هوکړه لیک هدف د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی کمول او ددې ستونزې لمنځه وړلو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ لارو چارو لټه ده.

د افغانستان لوی څارنوالۍ د روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او محلي ارګانونو لخوا د ښځو په خلاف د تاوتریخوالي د مخنیوي څلور هوکړه لیکونه په ارګ کې لاسلیک شول.

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي وروستۍ شمیرې ښيي چې افغانستان د ښځو لپاره مصئون هیواد نه دی.

د افغانستان د ښځو د شبکې د مدیره پلاوي غړې میرمن سمیرا حمیدي ویلي وو چې په امنیتي سکتورونو کې ښځينه کارکوونکې د جنسي تیري له زورونې سره مخ دي ” په درې واړو سکټورونو کې ویل شوي چې ښځې د ښځینه تشنابونو ته لاس رسی نه لري، چې اوس هم یو ستر لوژیستکي ستونزه ده او یاهم د جامو د بدلولو لپاره ځانګړې خونه نه لري او همداشان د وړکتون نشتون چې هغه ښځې چې واده کوي او د اولاد خاوندانې کیږي د دې ستونزې له خپله وظیفه پریږدي “.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د څارنوالانو څلورم کنفرانس د پای په غونډه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی د اندیښنې وړ وباله او وویلي یې وو، چې ان په پوهنتونو کې د استادانو له خوا هم په ښځو باندې جنسي تیری کیږي او یا زورول کیږي.

د وري په ۲۶مه نیټه یوې سروې وښودله چې له نیمایي زیاتې افغانې خبریالې له جنسي زورونې سر ټکوي، د کار په محیط کې جنسي ازار او زوریدنه، په رسنیو کې د ښځو او نجونو د کار څخه د کورنیو او خپلوانو ناراضيتوب او د معاش لږوالی په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو اساسي ستونزې دي.

د خبریالانو د مصؤنیت د کمیټې رئیس نجیب شریفي وویل چې د کابل، بلخ، ننگرهار، کندز، هرات، کندهار او خوست ١٠٠ ښځینه خبریالانو په دغه نظرپوښتنه کې گډون کړی و چې په سلو ۶۹ یې د رپوټ د برابولو پر وخت د خلکو له لورې د زورونې نه شکایت کړی دی او په سلو ٥٩ یې ویلي دي چې په دفتر کې د جنسي ازار او زورونې سره مخامخ شوي دي.

نو معلومه شوه، چې ۵۹سلنه خبریالانې په خپلو دفترونو کې د خپلو همکارانو له لوري د جنسي زورونې سره مخ دي، دا یواځې هغه ښځینه دي چې جنسي اړیکې ورته یوه زورونه او ظلم ښکاري او څه نا څه د خپل عفت ساتونکي وي، او نورې هغه چې په دې مختلطه ادارو کې له نارینه سره په یوه میز شپه او ورځ ناستې وي او هر څه ورسره په خوښه ترسره کوي، له دې څیړنو لرې خبره ده.

د وري په ۲۴مه نیټه د امریکایي تلویزوني شبکې ایچ بي او خبریاله ازوبل یانګ ویلي وو، چې د افغانستان د پارلمان غړي نذیر احمد حنفې د هغې سپکاوی کړی.

د ایچ بې او تلویزوني شبکې خبریاله ازوبل یانګ چې افغانستان ته د میرمنو د حقونو په هکله د یوه مستند راپور د جوړولو لپاره تللې وه، ویلي وو چې د افغانستان د پارلمان غړي نذیر احمد حنفي په مرکه کې ورته جنسي سپکاوی کړی دی.

یادې خبریالي ویلي وو، چې په ژوند کې یې چا دومره سپکاوی نه دی کړی، نوموړې میرمنې وویل د هغه دا ډول چلند د یوې میرمنې سره د هغو سپکاویو او بې احترامیو یوه ډیر کوچنی مثال دی چې افغان میرمنې ورسره هره ورځ مخ کیږي.

یادې خبریالې د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د هغه د استعفا غوښتنه وکړي.

یو کال وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ نیټه د کندهار زندان پر ښځینه بندیانو د ولایتي شورا د غړیو لخوا ډله اییز= جنسیي تېری  شوی و، ددغې ولایت یوه تلویزیو ویلي وو،چې د ولایتي شورا غړي او د دارالتابیب ۱۳ تنه د ښځینه و زندان ته ننوتلي وو او دغلته یې په ۴ ښځو باندې ډله اییز جنسي تیری کړی و.

 د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق د زندان د کتلو پرمهال دغه ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو، ‌د ددغو ادعاوو په اړه به پلټڼې وکړي.

دوه کاله وړاندې د نومبر په ۴مه نیټه خبر خپور شو،چې په بدخشان ولایت کې کې اتو تنو پر یوې میرمنې ډله اییز جنسي تیری کړی دی، نوموړې میرمنې ویلي وو که هر څو یې له ځانه دفاع کوله او غوښتل یې چې د تیري کوونکو نه ځان وژغوري خو وايي ونه توانېده او له ډیرو زاریو سره سره یې ډله اییز جنسي تیری راباندې وکړ.

یاده کورنۍ کندز ښار ته راکډه شوې وه او د مجرمینو د نیولو غوښتنه یې کوله، د یادې میرمنې خاوند جهانګیر چې د میرمنې له دې حالته زوریږي وایي شاوخوا دیارلسو عدلي ادارو ته ورغلی خو تر دې دمه ورسره انصاف نه دی شوی او نه یې چا غږ اوریدلی دی. ددغې پیښې په اړه پلټنه لا د میز پر سره پرته ده او مجرمین د یادې میرمنې کورنۍ لاپسې ګواښي.

څلور کاله وړاندې په کندز ولایت کې دوه اربکیانو او دوه نورو کسانو په یوې معصومې نجلۍ جنسي تیری کړی و،چې نوموړي مجرمین له نیول کیدو وروسته یو یې په یو کال بند، دویم په ۱۶ کاله بند او دوه تنه د محلي پولیسو(اربکیان) په شپږ شپږ میاشتې بند محکوم شوي وو. د یادې نجلۍ په وینا د سیمې اربکیانو د شپې په کور ورغلي وو او دغه نجلۍ یې په زور له کوره تښتولې وه.

سږ کال د لړم په شپږمهنیټه خبر خپور شو،چې د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ د پولیسو امنیه قومندان د خپل عسکر ښځه لومړی اختطاف کړی او بیا یې ورسره د اتیا ورځو په دوام جنسي تیري کړي وو.

شکایت کوونکي عسکر ویلي، چې یاد امنیه قومندان راته وویل(( خپله ښځه دې په درې ورځو طلاقه کړه او ځانته بله ښځه وګوره)). یاد عسکر شکایت کړی چې غږ یې هیڅوک هم نه اوري، په لومړیو کې لویې څارنوالۍ د محمد اکرم د نیولو حکم وکړ خو هغه حاضر نه شو، نو دوی یې دوسیه شاته وغورځورله.

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ په لومړۍ ناحیه کې یو پلار په جبر له خپلې ۱۴ کلنې لور سره جنسي تیری کړی دی.

د زمري میاشتې په ۱۸مه نیټه د جوزجان ولایت د امنیې قومندانۍ امر عبدالحفیظ خاشع ویلي وو، چې د مقبولې په نوم یوه ۱۴ کلنه نجلۍ باندې خپل پلار چې ۵۰ کلن دی جنسي تیری کړی دی.

اوس یې چې پلار نیول شوی، تر اوسه یې سزا معلومه شوې نه ده، د نجلۍ ورور او د سیمې اوسیدونکو ددغې وحشي سړي د اعدامیدو غوښتنه کړې وه، یاد مجرم ۶ اولادونه لري چې د اسلامي حکم په اساس باید رجم( په تیږو وویشتل) شي.

د مرغومي په ۱۶مه نیټه خبر نشر شو،چې د بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ اړوند د پیراجي سیمه کې ۱۱ تنو پولیسو او خپلسرو وسله والو په ګډه پر یوې یتيمې نه(۹) کلنۍ ماشومې ډله اییز جنسي تیری کړی دی.

د جوند ولسوالۍ د ولایتي شورای غړی فرید احمد اخي دغه پېښه تائید کړې وه او ويلي یې وو، چې دغه ډله اییز جنسي تیری په یوې نه کلنې ماشومې ۱۱ ورځې مخکې ترسره شوی وه چې، ۷ تنه يې سیمه اییز خپلسري وسلوال او ۴ تنه يې د جوند ولسوالۍ د امنیې قوممندانۍ مربوطه پولیس دي .

د انجلۍ چې ورور او پلار نه لري، مور او انا یې د بادغیس ولایت مرکز ته ورغلې وې او ولایتي شورا او امنیه قومندانۍ ته یې شکایت کړی و، چې په اړه یې هیچا هم غږ نه و اوریدلی، یاده ماشومه د سیمې د یوه ځایي ډاګټر تر درملنې لاندې وه .

همدارنګه یوه میاشت وړاندې خبر ورکړل شو، چې په پکتیکا ولایت کې ښځینه بندیانې د قومي مشرانو په کورو کې ساتل کیږي، چې له یوې زندانۍ میرمنې شکایت هم په کې اورول شوی و، د ولایت چارواکو دغه کار په دغه ولایت کې د ښځینه زندان نیشتوالی بللی و.

موشت نمونه یې خروار، همدومره به بس وي، دا هغه پيښې دي چې تر ډيره د رسنیو مخې ته راغلي او هغه چې رسنۍ هم پرې خبرې نه وي نور به په دغه هیواد کې په مظلومو میرمنو باندې څه تیریږي.

په بلخ ولایت کې په یوې نجلۍ دوه تنو جنسي تیری کړی و، چې کله یې قومندانۍ ته شکایت وکړ، امنیه قومندان هم ورباندې جنسي تیری کړی و، چې مرکه یې د ازادۍ رادیو په ارشیف کې اوس هم پرته ده.

یادونې وړ ده له کله نه ، چې په هېواد کې د دیموکراسۍ غربي قانون پلې شوی دی دا ډول ناوړه او زړه بوږنوونکې پېښې زیاتې شوي دي.

د دیموکراسۍ نوم په اوریدلو سره اوس په هیواد کې له هر ډول اسلامي او فطري قیدونو څخه ځینې خلک په ازاده توګه دا ډول هیښوونکو او زړه بوږنوونکو پيښو ته مخه کوي، چې زیات لامل یې په هیواد کې د شرابو پیر او پلور دی.

تیر کال هم په همدغه ولایت او همدغې ولسوالۍ کې یو پلار له خپلې ۱۵ کلنې لور سره په کلونو جنسي اړیکې نیولې وې، چې یوه نجلۍ يې هم ترې زیږولې وه، خو معصومې نجلۍ نشوای کولی خپل ځان ترې وژغوري. وروسته ثابته شوه، چې پلار یې یو شرابي او قمار باز و.

دا ډول غونډې جوړول یواځې له کوره وتلیو ښځو ته د ډاد لپاره او له نړیوالو نظامونو څخه د دې هیواد د ښځو د ژوند ښه کولو په اړه پيسې راوړل او په خپلو جیبونو کې اچول دي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکو پرون چهارشنبې د (نومبر پر ۲۳مه) د سوداګرو مېرمنو په درې ورځني نندارتون کې وویل، چې مېرمنې د هېواد د صنعتي پرمختګ په برخه کې خورا مهمه ونډه لري او په دې برخه کې مالي مرستو ته ډېره اړتیا لري.

د دې وزارت مرستیال محمد قربان حقجو وویل، له بده مرغه چې د توکیو د تولیداتو او ټولنیز حالت د بدلون له پاره د مېرمنو په نوم افغانستان سره ډېرې شوې مرستې اړمنو هغو ته نه دي رسېدلي.

همدارنګه د هیواد په تلویزیونونو کې د فحش فلمونو ښودل، د نیم بربنډه نجونو ګډول، د عشق او عاشقۍ سریالونه او ډرامې وړاندې کول او همدارنګه د نړۍ نوي ماډل فیشني جامو باندې سینګار شوې نجونې ښودل فحشا ته لاره هواروي، چې تر ډیره یې ځوان نسل له دا ډول وحشي کړنو سره مخ کړی دی.

په دولتي ادارو کې د ښځو او نارینه و مختلط او ګډ کار هم د دا ډول پيښو په رامنځته کولو کې ستر رول لوبوي، په میاشتو میاشتو نارینه او ښځینه کارکوونکي سره څنګ په څنګ او مخامخ ناسته کې د یو بل خولې بوی کوي او بالاخره له یوه داسې تصادم سره مخ شي چې بیا خپله هم ورته ځان ټول عمر ملامته بریښي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close