د ښځې او مېړه حقوق دويمه برخه

(دويمه برخه)

۲- نفقه

د مېرمن دويم حق چې، پر مېړه باندې شريعت فرض کړی دی، ښځې ته خوراک او څښاک ورکول دي، په ښه توګه سره يعنې مېړه چې، څه خوري او وس يې وي، د خپل وس په انډول به نفقه ورکوي، مګر که چېرې ښځې په پيل کې يعنې د ازدواج د ايجاب او قبول په مهال کې دا ورسره شرط کړی وي، چې دې ته به له واده کولو څخه وروسته فلانی فلانی خوراک ورکوې او مېړه ورسره منلی وي، بيا نو پر مېړه باندې هماغه خوراک ورکول لازم دی، چې په معاهده کې ټاکلی شوی وي.

د نفقې د وجوب شرطونه:

پر مېړه باندې د مېرمن نفقه په پنځو صورتونو کې واجب کرځېږي، او همدغه صورتونه فقهاوو شرطونه ګڼلي دي، چې د دغو شرطونو په فقدان سره د نفقې فرض والی د مېړه له ذمه وارۍ څخه ساقطېږي او هغه شرطونه په لاندې ډول دي:

۱- لومړی شرط يې دا دی، چې د دواړو واده په صحيح او مشروع توګه سره شوی وي، يعنې ښځه د محرماتو څخه نه وي.

دويم د بل چا مېړوښه او منکوحه نه وي، درېم د ولي په اجازه سره وي، څلورم د شاهدانو په حضور کې واده شوې وي، پنځم د عقد صيغه د تاييد (تل) لپاره وي، د توقيت لپاره نه وي، او دغه پنځه واړه شرطونه فقهاوو د نکاح د صحت لپاره وضع کړي دي.

۲- دويم  د نفقې د وجوب شرط دادی، چې ښځه خپل مېړه ته ځان تسليم کړي، داسې نه وي چې واده خويې ورسره کړی وي، او بيا د پلار په کور کې ورڅخه رنډه شي او يا د کوم بل محرم په کور کې او له مېړه سره د هغه کور ته نه ځي.

۳- درېم شرط د نفقې د وجوب دا دی، چې مېړه به له کورواله او جماع کولو څخه له شرعي عذر پرته نه منعه کوي، بلکې کله چې مېړه وغواړي او د جماع اراده ورسره وکړي، ښځه يې منعه نه کړي، او نه په درواغو داسې پلمه ورته وکړي چې د هغه د جماع اراده بدله کړي.

۴- څلورم شرط دا دی، چې مېړه هر چېته د دې بوتلل وغواړي بايد ورسره ولاړه شي، او له تللو څخه ممانعت ونه کړي، چې ورته ووايي، زه نه درسره ځم.

خو په دې کې شرط دا دی چې، مېړه يې داسې ځای ته د بوتللو هوډمن نه وي، چې هلته د دې عزت، دين او عقيده او د دې ځان او عفت په امن نه وي، او يا مېړه د دې په سفر کولو سره دې ته د تکليف رسولو اراده ونه لري، او که داسې وي بيا نو ښځه حق لري، چې له تللو نه انکار وکړي. او په دغه مشروع انکار سره د نفقې د وجوب حق له مېړه څخه نه ساقطېږي.

۵- پنځم شرط دا دی، چې مېړه او مېرمن دواړه يو له بل څخه د استفادې کولو جوګه وي او د دواړو تر منځ جسمي مانع موجود نه وي او دواړه يو له بل څخه د زوجيت نفع اخيستلای شي، يعنې جماع ورسره کولای شي.

نو که چېرې په دغو شرطونو کې يو هم کم وي، نفقه يې نه پرې واجبېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close