د ښکلا په شنه څادر کې راتاو سور کابل

خاموش

يو وخت و چې د کابل نندارې ته به له ولاياتو او له بهره سیلانيان راتلل. د کابل د ښکلاپه ننداره به نه مړېدل. د واورينو څوکو عکسونه به یې له ځان سره وړل. د کابل په ښکلاګانو به یې کيسې ليکلې. په ټولو سفرنامو کې به یې د کابل سفرنامه لوستونکو زياته کتله. انګرېز جنرال، برنس، د کابل د ښکلا ارمان له ځان سره ګور ته يووړ.

کابل په قدرتي توګه د ښکلا په شنه څادر کې رانغښتل شوی دى. خو اوس هغه د ښکلا په شنه څادر کې راتاو کابل نه دى – اوس هغه د ښکلا شين کابل د کابل د ښاريانو په وينو سور دى. د کابل هره کوڅه په وينو سره ده. د کابل هر چمن په وينو سور دى. د کابل هره خوا په وينو سره ده. او د ښکلا په شنه څادر کې را تاو ټول کابل، د کابل ښاريانو په وينو سور دى.

موږ دا منو چې د زرګونو کابل ښاريانو لپاره جوړ کابل به د ميليونونو افغانانو د مېشتېدنې توان ونه لري. ګرد، د هوا ککړتيا، د لارو ناپاکي، د موټرو لوګي، د خلکو زياتوالي او د ماحول خچنتيا به کابل په پخواني حالت کې نه وي پرېښی؛ خو تر ټولو زيات د ښکلا په شنه څادر کې هغه ښکلى کابل اوس د افغانانو په وينو سور دى چې په يوه او بل نامه وژل کېږي .

د مخه چې لا کمونستي، ماويستي، صهيونيستي او… ذهنونه هېواد ته نه وو را داخل شوي، کابل په عقيدوي ښکلا هم ښکلی او د امن په شنه څادر کې را تاو کابل و. هغه شينوالى یې د يوې سپېڅلې عقيدې ښکلا وه. ديوه سپيڅلي کلتور ښکلا وه – خو اوس د يو شمېر غرب پلوو نظرونو، کلتور، عقيدې او تعصب په ذهني توګه هم سور کړی دى.

که د کابل د هوا ککړتيا ته له يوې هسکې څوکې نظر وشي، شونې ده چې د زياتې ککړې هوا له امله به کابل ښاريان په تدريجي ستونزو اخته شي، روغتيا به ورپاتې نه شي، ښکلا به ورپاتې نه شي، د قرغې او پغمان پر ښکلاګانو به بد اغېز وکړي؛ خو د کابل ښاريانو په ذهنونو کې به د کابل سوروالى پاتې وي.

 د کابل ښار هره ودانۍ به د ښاريانو د وينو شاهده وي، ځکه له دې وروسته چې د ګلونو بوټي راټوکېږي، په هغو ګلانو کې به د ګل خپله خوشبويي نه، بلکې د ښاريانو د وينو بوی وي. هغه د ښکلا په شنه څادر کې د راتاو کابل لارې، کوڅې او د شنه چمن سر ګلونه به د کابل د ښاريانو د سرو وينو په رنګ، رنګ وي.

 آه … لويه خدايه ته د دې افغان ولس په حال رحم وکړې! افغانانوته دا د ښکلاپه شنه څادر کې راتاو د کابل د ښاريانو په وينو سور کابل يو ځل بيا د سولې په راتلو د امن شين بڼ وګرځوې!

لويه خدايه! نور افغان ولس د افغانانو په وينو د سور کابل د ليدو توان نه لري.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close