د ښکېلاک چترې لاندې به سوله راشي ؟؟؟

لیکنه : محمد زبیر هاشمي

امن، سوله داسلام مقصد دی ځکه په اسلام کې چاباندې تیری نشته، ټولو زند سر اسلام کې خپل حقوق لري د قانون کتاب يي قرآن دی او شارع يې الله تعالی او محمد الرسول الله دی .
خوافسوس…
هغه مسلمانانو ته چې دکفارو یرغلګرو په لمن کې سوله ګوري چې تل وخت يي داسلام ختمولو لپاره هر قسم کوښښ کړي او کوي.
ایا دا یرغلګر به مؤمنو ولسونو ته امن راوړي؟
دافغانانو حقوق به پرځای کړي ؟
دافغانانو اقتصادي ستونزي به حل کړي ؟
پر افغانانو به رحم وکړي؟
نه ، هیڅکله به داسې ونه کړي د دې امکان هم نشته ځکه کفار دمسلمانانو دوستان نشي کیدلی او دوی خپل منځ کې سره ملګري دي الله تعالی يې په اړه داسي فرمايې (وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ..)
افسوس هغه افغانان ته چې د یرغلګرو سره اوږه په اوږه ولاړ دي ، د مسلمانانو او د اسلامي شعایرو پرخلاف کوښښ کوي او نه غواړي چې افغان مجاهد اولس د خپل مقدس جهاد په دوام خپل سپیڅلي ارمان ته ورسیږي .
ای زما افغانه وروره دا یرغلګر نه یوازي زما دوښمن دی بلکې ته چې ورته دوست په سترګه ګورې ستا هم دوښمن دی ځکه چې اسلامي امت ته ټول کفري ملت د دښمن په سترګه ګوري ته مسلمان اوهم افغان يې چې په دې دواړو کې زه او ته سره شریک یو ، چې زما دوښمن دی ستا هم دوښمن دی، غوره دا ده چې د دوی خوا پریږدې او خپل پاتې ژوند داسلامي امارات مجاهدینو سره دیوسپیڅلي ارمان ته درسیدو لپاره اوږه په اوږه تیر کړي.
ستا په درد درمن طالب دی، دبدن غوښې په اور سوځوي خو تا ته ارام درکوي؛ داسلامي امارات مجاهدین د خپل اولس لپاره د رسول الله صلّى الله عليه وسلّم د دې حدیث مصداق دي . (مَثَلُ المؤمنين في تَوادّهم وتراحمهم وتعاطفهم، كمثل الجسد إذا اشتكى منه عضوٌ، تَداعى له سائر الجسدِ بالسهرِ والحمّى) (متفق عليه).
امن داسلامي امارات مجاهدینو په لمن کې دی ځکه اسلامي امارات مجاهدین ستاسو خدمت خپله فریضه بولي ، شپه او ورځ يې ستاسی د ارمان او سوکاله ژوند په خاطر تکلیفونو او کړاونو ته غاړه ورکړي ده.
داسلامي امارات مشران داولس دوګړو ټول حقوق خوندی کول په نظر کې لري ، او هروخت دا توصیه مجاهدینوته کوي، د مشرانو احترام په کشرانو رحم کوئ،اسلامي امارات مجاهد مشران داسلام په مقدس دین کې دمشرانو احترام او پر کشرانو شفقت خپلو مجاهدینوته داسلام ستر اصل بنیاد ورپیژني او په پر کشرانو لاز مې بولې چې په خپلو کې داسلامي روایاتو په اساس د وروګلوې ژوند وکړي .
او خپلو ملګرو ته د رسول الله صلّى الله عليه وسلّم دغه حدیث (‏”‏ليس منا من لم يوقر كبيرنا ويرحم صغيرنا‏”‏‏) بار بار درست کوي
د اسلامي امارت مجاهدین سپین ږیرې په صفونو کې په مجلسنو کې ځان سره کولو خیر او برکت بولې د رسول الله صلّى الله عليه وسلّم دغه حدیث په اساس (“‏الخير مع أكابركم‏”‏)
همداسی دیو قوم ملک یا یو مخور شخص څخه مشورې اخلي اویوخاص احترام ورته لري او د رسول الله صلّى الله عليه وسلّم دښکلو حدیث په رڼا کې ورته احترام کوي رسول الله صلّى الله عليه وسلّم فرمايي: (‏”‏إذا أتاكم كريم قوم فأكرموه‏”‏‏.)
داسلامي امارات مجاهدین ښه اخلاق لري اوښه اخلاق دعامو وګړو سره د اسلام دین تحسیناتو څخه شمیرې.
یو ورځ معاذ بن جبل رسول الله صلّى الله عليه وسلّم یمن ته ولیګه ، معاذ بن جبل رسول الله ته وایی ماته لاروښونه وکړه رسول الله صلّى الله عليه وسلّم ورته وفرمایل (‏”‏عليك بحسن الخلق، فإن أحسن الناس خلقاً أحسنهم ديناً‏”)
دیوې ټولنې د کامیابې راز په دې کې دی چې وګړي يې داسلامي اصولوپه رڼاکې خپل ژوند ته دوام ورکړي مونږ هم دیوکامیابې ټولنې امیدلرو که یاد اوصاف مو خپل کړل ان شا الله کامیابې مو په برخه ده .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close