د کابل ادارې او طالبانو ته څه کول پکار دي؟

م، نجم الرحمن (فضلي)

له تيرو دوه هفتو راهيسې د طالبانو کم ساري برياوو نه يوازې د کابل اداره بلکې د کابل ادارې ټول بهرني ملګري سخت وارخطا کړي، په جوزجان کې د داعشيانو له منځه وړل، په غزني ولايت شاو خوا اته نوي فيصده ولقه کول، په فارياب او نورو ولايتونو کې د غټو نظامي مراکزو نيول، همدا ډول د سلګونو عسکرو تسليميدل په زرګونو ميله وسلې او په سلګونو ټانګونه او نور وسائط ولجه کول دا هغه څه دي چې د طالبانو کم ساري برياوې او د کابل ادارې کم ساري ناکامي په ګوته کوي.

که حالات همداسې دوام وکړي د طالبانو همداسې برياوې په برخه او د کابل ادارې همداسې ماتې په نصيب شي بالاخر به زما په فکر خبره د ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۰ کلونو ته ولاړه شي، يعنې هغه ورځ راتلونکې ده چې د کابل په شمول له اوه لسو کلونو راهيسې د هيواد اشغال شوې ټولې سيمې به د طالبانو لاسته ورځي، او د تير په شان د کابل اداره به بيا د پنجشير په څير کومې درې ته ور ټيل وهل کيږي.

 مخکې له دې چې همداسې ورځ راشي څه بايد وکړی شي؟ زما په فکر د کابل ادارې ته پکار دي چې سر له نن په لاندې خبرو غور وکړي او ځانته د خلاصون کومه لار پيدا کړي :

۱ : د کابل اداره بايد نور خارجي يرغلګرو ته ووايي چې له هيواده پښې سپکې کړي، او طالبانو ته په پوره ډاډ د کابل په شمول د هيواد ټولې سيمې خوشې کړي.

۲ : که همداسې وکړی شي زما په فکر طالبان به نه يوازې د کابل موجوده اداره معاف او پر خپل ځای پريږدي، بلکې د طالبانو د تګلارې مطابق چې دوی د حکومت او څوکۍ لپاره جګړه نکوي پر حکومت کولو هم کوم کار ونلري، البته که يې دومره وکړل يا يې کول چې د کابل ادارې په موجوده تشکيلاتو کې د اسلامي اصولو له مخې کوم بدلون راوستل غوښتل دا يې بايد منل شوی حق وګڼل شي.

۳ : که د کابل اداره بې مهاره مقاومت ته دوام ورکړي او طالبان خپلو سوبو او برياوو ته زور ورکړي ليرې نده چې يوه ورځ طالبان په کابل هم د غزني په شان له څلورو خواوو ور ننوځي چې بيا به طالبان هم حکومت کولو ته مجبور وي او هم به د کابل ادارې کوم کس د دوی له جزاء پاتې نشي.

او د ملي اردو، کمانډويي عسکرو، ملي پوليسو او ملي امنيت کسانو ته پکار دي چې ډير زر په خپل مينځ کې سره په تماس کې شي، او دا پريکړه په خپله وکړي چې نور يې نه مقاومت په وس کې شته او نه يې د مرستې لپاره د اميد کوم ځای پاتې دی.

له مودو راهيسې مونږ اورو او دا دی نن مو هم واوريدل چې په فارياب او اجرستان کې کمانډو عسکرو په لسګونو ځلې له مرکزه د مرستې غوښتنه وکړه دا چې چا پرې سر ونه ګرځاوه نو نيمايي يې د مرګ خوراک شول او نيمايي طالبانو لاس تړلي بيولي.

که د اردو عسکر يا کمانډو عسکر يا نور عسکر اوس هم ديته طمعه لري چې په راتلونکي کې به د دوی کار سم او د تير په څير کړه به نه ورسره کيږي دا به د دوی لپاره ډير پوچ او بې نتيجې سوچ کول وي.

زما په فکر ښه به دا وي چې نور ملي اردو، کمانډو او نور عسکر له طالبانو سره په رابطه کې شي او له خپل بې مهاره او ناکام مقاومت څخه لاس په سر شي، که يې همداسې وکړل سربيره پر دې چې هم به يې ځان او هم به يې طالب له مرګ ژغورلی وي، بلکې له اشغالګرو څخه د ازادۍ په برخه کې به يې يوه ستره او نه هيريدونکې کارنامه هم ترسره کړې وي.

طالبانو ته هم پکار دي چې يوازې په خپلو برياوو مغرور نشي، او يوازې په دې بسنه ونکړي چې په ولايتونو، ولسواليو او نظامي مراکزو خپلو تهاجمي بريدونو ته زور ورکړي، بلکې د همدې ترڅنګ بايد د اردو، کمانډو او نورو عسکري قطعاتو سره له نږدې په تماس کې شي، ترڅو وکولی شي د خبرو اترو له لارې سره يو ځای شي او نور په هيواد کې روان ناورين په خپل لاس مهار کړی شي، ترڅو يرغلګرو او د هيواد بربادوونکو ته تاريخي ماته ورکړی شي.

دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظریاتو ښکارندويي نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close