د کابل امنیې قوماندان: د ولایاتو د پولیسو بداخلاقیو مو رنګ رابد کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۸)

د کابل د امنیې قوماندان لوی پاسوال سید محمد روشن‌دل وایي، په ولایاتو کې میشتو امنیتي ځواکونو د کابل د پولیسو رنګ بد کړی او دا بې عفتي نور ورته د منلو نه ده.
نوموړی وایي، د همدې لپاره په پام کې لري څو د کابل د پولیسو دریشي (یونیفورم) بدل کړي تر څو یې د ولایاتو له بداخلاقه پولیسو سره تفکیک راشي.

روشندل وویل

“هغوی کله چې له ولایتونه مرکز کابل ته راځي، له خلکو سره ناوړه رویه کوي،خلک فکر کوي چې دا هم د کابل پولیس دي ،خو موږ کله هم داسې له اخلاقو لرې پولیس نه دي روزلي“

روشندل دغه راز وویل، چې دغه یونیفورم به یواځې په کابل او ورڅیرمه ولایاتو کې پولیسو ته ورکول کیږي.
نوموړی زیاتوي، تر دې وروسته د ښار پر کمربندونو کار کوو او له ترافیکو پرته د ښار په منځ کې ټول امنیتي کمربندونه د کابل ښار نه د باندې وړو.
نوموړي دغه راز وویل چې په ښار او په ځانګړي ډول هغو ځایونو کې چې دیپلوماتیکې ساحې دي ۳۶۰ امنیتي کمرې لګوو ترڅو د ښار وضعیت له نږدې وڅارو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close