د کابل- باميان لويه لاره د جګړې له امله تړل شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۵)

د میدان وردګ څخه سرچينې وايي، له تيرې شپې راهیسې د ميدان وردګ په جلريز ولسوالۍ کې د جګړې له امله د کابل- باميان لویه لاره تړل شوې ده.

د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، د کمانډو او ملي اردو ځواکونو په جلريز ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي چې لا هم ادامه لري.

ځايي سرچينې وايي، چې طالبان مقاومت کوي او په سيمه کې جګړه روانه ده. خو منګل تر اوسه د نښتو په تړاو نور جزيات نه دي ورکړي.

ويل کېږي، دواړو غاړو ته د مسافرو سلګونه موټر بند پاتې دي چې د لارې خلاصون ته شيبې شماري.

د میدان وردګ د جلريز په ګډون د دغه ولايت د يو شمير نورو ولسواليو زیاتره سيمې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي خو جلريز هغه ولسوالۍ ده چې د نورو ولسواليو په پرتله پکې د طالبانو د واکمنۍ ساحه زياته ده چې وخت ناوخت لويې لارې ته راووځي او له موټرو څخه دولتي منسوبين او عسکر له ځان سره بنديانوي.

تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close