د کابل بانک د قضیې مهم ګډونوال ‘ شیرخان فرنود‘ و مړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲)

د ملي دفاع وزارت وایي، نن سهار د بګرام په زندان کې کابل بانک یو شریک ګډونوال “شیرخان فرنود“ د زړه د حملې له امله ساه ورکړې.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید رسنیو ته ویلي، پر نوموړي نن سهار اته بجې د زړه حمله راغلې وه، خو د زندان روغتون ته له وړلو سره سم یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

شیرخان فرنود د کابل بانک په دیوالي کیدو کې مهم رول درلوده پر نوموړي تور و، چې د بانک له بل ګډونوال خلیل الله فیروزي سره یې په ګډه سلګونه میلیون ډالر اختلاس کړی.
شیرخان فرنود ته د ۵ کاله بند او ۳۳۴ میلیون ډالرو جریمې د ورکړې سزا اورول شوې وه چې له څوکلن بند وروسته نن په زندان کې و، مړ.
د یادونې وړ ده چې کابل بانک په ۲۰۱۰ کال کې له دیوالي کیدو سره مخ شو، چې ګډونوالو یې ترې ۹۰۰ میلیون ډالر وړي وو.
د فرنود په ګډون ۲۱ کسان په دې قضیه کې ښکیل بلل شوي چې له ډلې به یې شېرخان فرنود او خلیل الله فیروزي ۷۰۰ میلیون ډالر جریمه هم ورکوي.

سترې محکمې د بانک اصلی مالکینو ته د ۱۰ کال بند سزا تر څنګ د بانک د دو ګډونوالو محمود کرزي او حصین فهیم شتمني هم کنګل کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close