د کابل برید ، سیاسي ابتکار

جواد یاسر

تیر ماښام ناوخته د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د (ګورګا) په نوم د بهرنیانو پر مهم مرکز طالبانو لوی برید پیل کړ، برید د یوه کس له خوا د درانه موټر په چوولو سره پیل شو، وروسته څو تنه نور سرتیرې برید کوونکي مرکز ته دننه شول هلته یې مهم سنګرونه (چې لا له وړاندې ورته ښودل شوې وه) ونیول او له هغه ځایه یې پر پاتي ژوندیو خارجیانو او داخلي عسکرو هدفي ډزې پیل کړې. د یادوني وړده چې د (ګورګا) سره څېرمه د امرالله صالح کور هم دی پر هغه هم د برید کوونکو ډزې رواني دي.

روانو چارو او د افغانستان تازه حالاتو ته په کتو د طالبانو دغه برید د دوی ځانګړی ابتکار دی، دوی په ډېر مهم وخت کې دغه لوی برید تر سره کړ چې اغېز به یې هم زیات وي. د هلمند په ګرمسیر کې تازه امریکایانو پر ولسي وګړو بمبار کړی دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۳۰ تنه وژلې، ګڼ کسان زخمیان دي او زیات کورونه ویجاړ شوې دي، همداسې په کابل، کندهار، غزني او ننګرهار کې هم ګډو ځواکونو ملکي خلک په بمباریو او چاپو کې وژلي دي، طالبانو د بهرنیانو نه د ملکي افغانانو د غچ اخیستني، د ملت د همدردۍ او اسلامي او ملي مکلفیت له وجي پر خارجیانو او داخلي عسکرو دغه برید تر سره کړ.

بل اړخ ته اشرف غني نن په جنیوا کې د افغان سولي په تړاو خبرې وکړې، طالبان یې ډیموکرات حکومت ته راوبلل او د سولې لپاره یې دوولس کسیز ټېم معریفي کړ، داچې په جنیوا کې د اشرف غني ننیو خبرو تبعا د افغان ولس توجه واړول او ولس بیا ځل د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ د مذاکراتو په تشو خبرو دوکه او تېریستل شو، طالبانو وغوښتل چې د اشرف غني ننی اواز د کابل د تندریز برید په مټ بالکل خاموش کړي، ثابته کړي چې طالبان نه له جنګه ستړې دي او نه په داخل کې د چا سره د خبرو اراده لري، دوی د امریکایانو سره مخامخ خبرې کول غواړي.

د طالبانو د دې ځپونکي برید یو هدف دا هم دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد له خوا د سولې د مذاکراتو په تړاو لیده کاته شوې دي، امریکایانو او خلیلزاد د اوربند غوښتنې کړې دي او طالبانو اوربند رد کړی دی او ویلي یې دي چې د لویو بریدونو او مخامخ جګړې توان لري، د سولي مذاکرات یا ابتدایي خبرې په دې معنا نه دې چې د جګړې میدان سوړ شوی یا طالبانو وړتیا له لاسه ورکړې ده، بلکي طالبان تر پخوا پیاوړې شوي دي.

طالبانو وښوده چې د کابل استخبارت او CIA کمزوري دي او آن په کابل کې واک او فعالیت نه لري، د ټولو سري، کشفي او استخباراتي آلاتو او د امنیت د جاسوسانو باوجود طالبان د موټر بم او نورو زیاتو وسلو سره د کابل زړه ته داخل شول او د بهرنیانو خورا مهم مرکز ته یې ځانونه ورسول او هلته یې سنګرونه ونیول.

دا برید د طالبانو سیاسي ابتکار ښیي، طالبانو ملت او نړۍ ته وښودل چې د افغانستان په هره سیمه آن په کابل کې (په ګورګا کې) د برید وړتیا لري، طالبانو افغان ولس ته نور هم ځانونه نږدې او خواخوږي وښودل، ځکه دغه برید د هلمند، کابل، کندهار، غزني، جلال اباد او نورو سیمو د ولسي مرګژوبلې په غبرګون کې شوی دی چې د ګډو ځواکونو له خوا په عملیاتو کې پېښې شوې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close