د کابل برید په چا او د څه لپاره ترسره شو ؟

لیکنه او تحلیل : جنرال حسن خان میرزئ

(G4S) یو برطانوي خصوصي امنیتي شرکت ده چې د نړۍ په (۱۲۰) هیوادونو کې فعالیت کوي او د برطانيې د خارجي استخباراتو د ادارې (MI 6) له لوري د امنیتي خصوصي خدماتو په پلمه د جاسوسي لپاره ترې کار اخیستل کیږي.دا د برطانيې یو مهم شرکت دی ، دا شرکت په افغانستان کې هم له ډيرې مودې را پدیخوا خپل فعالیت کوي ، د کابل د حکومت لپاره د نظامي او امنیتي سکتور د بیلابیلو برخو لپاره پرسونل روزي او تر څنګ يې د جاسوسۍ فعالیتونه هم ترسره کوي.

د دې شرکت مرکزي دفتر د کابل په ختیځ نهمه حوزه د صنعتي پارک په سیمه کې قرار لري ،  طالبانو د روان لمریز کال د حوت میاشتې په (۲۶) نېټه هم د دې شرکت د خارجي کارکوونکو په موټریز کاروان سرتیری برید ترسره کړی ؤ او د دې شرکت یو شمیر خارجي کارکوونکي يې وژلي ؤ ، تیر ماښام يو ځل بیا طالبانو پدې شرکت ستر برید ترسره کړ.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې لومړی یو سرتیري بریدګر له زیاتو چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر ته له شرکت سره نږدې چاودنه ورکړه او امنیتی استحکامات يې له مخې څخه لرې کړل ، بیا څو نور سرتیري بریدګر له سپکو او درنو وسلو سره شرکت ته ننوتل او د شپې تر ناوخته پورې يې د ګډحکومت له ځواکونو سره جګړه وکړه .

چاودنه ډيره زوروره وه او د کابل په ډيرو برخو کې يې غږ واوریدل شو او د پیښې سیمې ته نږدې په شا و خوا کې یې د کورونو ښيښې او دروازې ماتې کړې.حکومت پدې چاودنه کې د (۱۰) تنو وژل کیدل چې بهرنیان هم پکې شامل دي او د (۱۹) تنو ټپي کېدنه تايید کړې خو عیني شاهدان بیا مرګ ژوبله په مراتبو لوړه ښيي .

طالبانو د دې برید پړه منلې او ویلي يې دي چې دا برید یو انتقامي برید ؤ چې په کندهار ، هلمند او نور هیواد کې د ګډو ځواکونو د خونړیو شپنیو چاپو په ځواب کې ترسره شو او ګواښ يې کړی چې نور دېته ورته بریدونه به هم په ګډو ځواکونو ترسره کړي.

طالبانو  (G4S) شرکت په بېګناه ولسي وګړو د ګډو ځواکونو له لوري د وروستیو شپنیو چاپو په خونړۍ لړۍ کې ښکېل بللی ؛ خو دا چې طالبانو له دې برید څخه نورې کومې موخې لرلې؟ هغه پوښتنه ده چې د چارو  شنونکي يې په اړه نیږدې یو ډول ځواب لري او هغه داسې چې: (دا برید د سویس د جینوا په ښار کې د روانې میاشتې په (۲۷) او (۲۸) نېټه د ترسره شوي کانفرانس په ځواب کې ترسره شو ، طالبانو پدې برید سره غوښتل چې امریکایان او نور لویدیزوال متحدین يې تر یو ډول فشار لاندې راولي ، ګډ حکومت یو ډول کاواکه او کم ځواکه وښايي ، دا ثابته کړي چې د جګړې ابتکار د دوی په لاس کې ده او له امریکا سره د سولې په روانو خبرو کې خپل موقف لا پیاوړی کړي).

له بلې خوا داسې معلومیږي چې پدې وروستیو کې طالبان پخپلو سرتیرو بریدونوکې له ډير دقت او احتیاط څخه کار اخلي او د بهرنیانو او د دوی د افغاني ملګرو ډير مهم هدفونه په نښه کوي ، چې په کندهار کې په جنرال عبدالرازق ترسره شوی سرتیری برید او د کابل د تېر ماښام برید د طالبانو د دې نوې استراتیژۍ ښې بېلګې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close